Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسراییل لومړي وزیر د غزې د ۷۰ سلنه خاورې نیولو امر کړی

نتنیاهو

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خپل پوځ ته امر کړی چې د غزې ۷۰ سلنه خاوره ونیسي.

د راپورونو پراساس، نتنیاهو ویلي چې د هغه نوی لارښود دا دی چې پوځ د غزې ۷۰ سلنه خاوره په خپل کنټرول کې واخلي.

ده د پنجشنبې په ورځ وویل: «موږ اوس د غزې پر ۶۰ سلنه خاورې کنټرول لرو زما لارښوونه دا ده چې ګام په ګام مخته ولاړ شو او په لومړي پړاو کې دا اندازه ۷۰ سلنې ته ورسوو.»

د اسراییل لومړي وزیر د خپل لارښود په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي، خو ښايي دغه اقدام حماس سره د اوربند هوکړه له خطر سره مخ کړي.

د اسراییل پوځ د تېر کال په اکتوبر میاشت کې اعلان وکړ چې د امریکا د ولسمشر د غزې جګړې د پایته رسولو د پلان لومړي پړاو له مخې، د «ژېړې کرښې» په نوم سیمه کې له بیا ځای‌پرځای کېدو وروسته، د غزې ۵۳ سلنه برخه تر خپل کنټرول لاندې لري.

په دې هوکړه کې د دویم پړاو پر مهال چې د جنورۍ په میاشت کې پیل شو، د اسراییلو د لا نورو شاتګونو وړاندوینه شوې وه.

«ژېړه کرښه» د غزې په ختیځه برخه کې یوې موقتي جلاکوونکې سیمې ته اشاره لري چې د اسراییل تر پوځي کنټرول لاندې سیمې له هغو سیمو بېلوي چې فلسطینیانو ته پکې د استوګنې اجازه ورکول کېږي.

خو فلسطیني سرچینې وايي چې دا پوله په وروستیو میاشتو کې په پرله‌پسې ډول د لوېدیځ پر لور غځول شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام