نړیوال جام او د برازیل هیله؛ نیمار ټپي شوی

برازیل داسې مهال د ۲۰۲۶کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو لپاره چمتووالی نیسي چې د دغه هېواد مشهور لوبغاړی نیمار د ټپي‌کېدو له امله د ملي لوبډلې لومړنۍ تمریني غونډه له لاسه ورکړې ده.

د برازیل فوټبال فدراسیون ویلي، ۳۴کلن نیمار د ښۍ پښې د ټپ له امله طبي معایناتو ته استول شوی او تر اوسه یې د لوبېدو په اړه وروستۍ پرېکړه نه‌ده شوې.

د ۱۹کلنو ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو د ټاکلو سیالۍ پیل شوې

د کرېکټ بورډ له لوري د خوست په رحمت ولي مسرورلوبغالي کې د ۱۹کلنو ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو د غوراوي د پروسې خپلمنځي سیالۍ پیل شوې.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه پروسه تېره اوونۍ د روانې مې میاشتې ۱۷مه پیل شوې چې د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به دوام ومومي او دویمه برخه به یې د جون میاشتې له لومړۍ نېټې تر ۱۴نېټې دوام وکړي.

لوګر کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالي پای ته ورسېدې

د لوګر په محمداغې ولسوالي کې د ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ د پسرلي جام د والیبال سیالي پای ته ورسېدې.

د بدني روزنې او ورزش امریت امر، انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، دغه سیالي د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د والیبال فدراسیون په همکارۍ د ولایت په کچه تنظیم شوې وې چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.

هېواد کې د ماشومانو د سیالیو بدلون؛ له دودیزو لوبو تر ډیجیټلي تفریح پورې!

پخوا د ماشومانو ترمنځ دودیزې لوبې لکه توپ‌ډنډه، کاغذپران، تشله‌بازي او جزبازي ډېرې عامې وې. دا لوبې د ماشومانو د ټولنیز ژوند، ملګرتیا او ګډو فعالیتونو مهمه برخه بلل کېدې. خو اوس د ښاري ژوند پراختیا او موبایل، انټرنېټ او کمپیوټري لوبو ته د لاسرسي زیاتوالي سره ډېری ماشومان ډیجیټلي لوبو ته مخه کړې ده.

لوګر کې د بوکسینګ ورزشي سیالي وشوې

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وايي چې د بوکسینګ فدراسیون له لوري، د یاد امریت په همکارۍ، د ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د ۵۰ غوره جوړو ترمنځ د بوکسینګ سیالۍ ترسره شوې.

د ورزش نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه: ورزش یووالی او متقابل درناوی زیاتوي

ملګري ملتونه وایي چې ورزش د نړیوالو موخو په ترلاسه کولو کې مهم رول لري او کولی شي ټولنیزې اړیکې پیاوړې کړي، زغم او یووالي ته وده ورکړي.

یاد سازمان نن (دوشنبه، د وري ۱۷مه) د ورزش د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مناسبت پر خپله وېب‌پاڼه لیکلي چې ورزش د دوامدار پرمختګ لپاره ډېر مهم دی.

د زونونو په کچه د «میرویس نیکه» درې ورځنۍ سیالي پیلېږي

ټاکل شوې چې د روان میلادي کال راتلونکې اپرېل میاشت په دویمه نېټه د زونونو په کچه شپږم پړاو میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ پیل شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ نن سه‌شنبه، وري پنځمه، دغه سیالي به د یادې میاشتې تر شلمې نېټې پورې په کندهار او هلمند ولایتونو کې د پنځه زونونو د منتخبو لوبډلو ترمنځ دوام ومومي.

کرېکټ بورډ: پاکستان ستر جنایت کړی

د افغانستان کرېکټ بورډ کابل کې د پاکستان د بېګانۍ شپې مرګونی برید غندلی او دا یې ستر جایت بللی دی.

کرېکټ بورډ نن سه‌شنبه، کب ۲۶مه، پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې پاکستان ستر جنایت کړی او د سلګونو کسانو ژوند یې، اخیستی دی.