Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالي پای ته ورسېدې

b80a5174-1477-449d-b7ab-f05eebd273ad

د لوګر په محمداغې ولسوالي کې د ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ د پسرلي جام د والیبال سیالي پای ته ورسېدې.

د بدني روزنې او ورزش امریت امر، انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، دغه سیالي د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د والیبال فدراسیون په همکارۍ د ولایت په کچه تنظیم شوې وې چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د نوموړي په وینا، پای‌لوبې ته د «لوګر اتلان» او «غزني‌خېل» لوبډلو لار موندلې وه چې په وروستۍ لوبه کې «لوګر اتلان» وکولای شول خپل سیال ته ماتې ورکړي او د سیالیو اتلولي خپله کړي.

د سیالیو په پای کې اتلې لوبډلې ته جام، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول. همداراز، د لومړي مقام لوبډلې ته ۳۰ زره افغانۍ، دویم مقام ته ۵ زره افغانۍ او درېیم مقام ته ۳ زره افغانۍ نغدي جایزې هم ورکړل شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام