د اختر په رانږدې کېدو سره د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د امنیت د ټینګښت غوښتنې او اندېښنې زیاتې شوي.
یو شمېر ښاریان وایي، تمه لري چې د اختر ورځې او شپې په ارامه فضا او له هر ډول ګواښ او بېنظمۍ پرته تېرې شي.
دوی له مسوولو ادارو غواړي چې د هوايي ډزو او پټاقیو د کارولو مخه ونیسي.
د کابل اوسېدونکی احمد د امنیت د ټینګښت ترڅنګ د اختر شپو او ورځو کې د هوايي ډزو او پټاقیو د بندېدو غوښتنه کوي.
د هغه په وینا، دا کارونه هر کال په ځانګړي ډول د ماشومانو ترمنځ وېره او اندېښنه رامنځته کوي.
«اختر هغه وخت خوند لري چې خلک په ارامه فضا کې له کوره ووځي، د خپلوانو کورونو ته ولاړ شي او هېڅ امنیتي اندېښنه ونه لري. زموږ غوښتنه دا ده چې امنیت په جدي ډول تأمین شي، په ځانګړي ډول هوايي ډزې او پټاقۍ ونه شي.»
د هرات اوسېدونکې فاطمه حسیني وایي، د اختر په ورځو کې د تګ راتګ او ټرافیک له زیاتوالي سره اړتیا ده چې امنیتي ځواکونه پراخ حضور او جدي تدابیر ولري.
«د اختر په ورځو کې تګ راتګ ډېر زیات وي، موږ باید لږ تر لږه دا ډاډ ولرو چې کله له کوره وځو، د ملګرو او خپلوانو کورونو ته ځو، نو د امنیت احساس ولرو، موټر مو غلا نهشي او خپله هم خوندي اوسو. زموږ غوښتنه دا ده چې د نورو ورځو په پرتله زیات تدابیر ونیول شي.»
د بدخشان د فیضآباد اوسېدونکی جاوید قاسمي هم وایي: «له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې په مرکز او ولسوالیو کې امنیت تأمین کړي، څو وکولی شو په ډاډه زړه تګ راتګ وکړو او تفریح ته ولاړ شو. همدارنګه د اختر په شپو کې د هوايي ډزو او پټاقیو مخه ونیول شي، ځکه په تېرو اخترونو کې یې د خلکو ارامي ډېره ګډه وډه کړې وه.»
اخوا، د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، د اختر شپو او ورځو او د اختر د مراسمو لپاره په ښارونو او ګڼهګوڼه لرونکو ځایونو کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي.
«د لوی اختر په رارسېدو سره، د پولیسو ځواکونه د هېواد له نورو امنیتي او کشفي ادارو سره په همغږۍ، د ټول هېواد د امنیت د ټینګښت لپاره ځانګړي تدابیر نیولي. همدارنګه له ځوانانو او تنکیو ځوانانو غوښتنه کېږي چې د پټاقیو او هر ډول اور اخیستونکو موادو له کارولو ډډه وکړي.»
یاد وزارت له خلکو غوښتي چې د هر ډول پټاقیو او اورلګوونکو توکو له کارولو ځان وساتي، کنه نو له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.
که څه هم په وروستیو کلونو کې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د اختر ورځې او شپې له جدي امنیتي پېښو پرته تېرې شوي، خو دا به وکتل شي چې سږ کال نیول شوي تدابیر تر کومه بریده د اختر په ورځو کې د خلکو ارامي او ډاډ تضمینولی شي.