Asset 1SWN

سلام وطندار

د اړتیاوو او پوهاوي نه‌شتون ترمنځ؛ بادغیس کې د ښځو لپاره د کورتاژ ننګونې

کورتاژ

بادغیس کې یو شمېر ښځې د جنین سقط، رحم کې د پلاسنتا ټوټو پاتې کېدو، شدیدې وینې‌بهېدنې او د مور د روغتیا ګواښ په څېر د ستونزو له امله اړ کېږي چې کورتاژ ترسره کړي؛ هغه کار چې د پوهاوي کمښت، روغتیايي خدمتونو ته د محدود لاسرسي او له عملیات وروسته د پاملرنې نشتون، دغه پروسه د ډېرو لپاره ستونزمنه کړې.

د ډاکترانو په باور، کورتاژ د رحم د پاکولو یوه طبي لاره ده چې د ناقص سقط، په رحم کې د پلاسنتا یا ټوټو پاتې کېدو، شدیدې وینې‌بهېدنې او د مور د روغتیا د ګواښ په څېر د ځانګړو حالتونو پر مهال ترسره کېږي، خو بادغیس کې د ښځو تجربې ښيي چې دا بهیر تر یوې ساده طبي کړنې ډېر، له اندېښنو، درد او بېلابېلو ستونزو سره مل دی.

د بادغیس اوسېدونکې ۲۸ کلنه فاطمه د جنین سقط او رحم کې د پلاسنتا د پاتې کېدو له امله اړ شوې چې کورتاژ ترسره کړي.

نوموړې وایي، دا پرېکړه یې اسانه نه‌وه، بلکې د نورو خطرونو د مخنیوي لپاره او د ډاکتر په سپارښتنه یې دا کار کړی.

«د یوې جدي روغتیايي ستونزې له امله او د ډاکتر په مستقیمه سپارښتنه اړ شوم چې دا پرېکړه وکړم. زما ماشوم سقط شوی وو، خو په بشپړ ډول نه وو وتلی. دا زما لپاره یو نسبتاً سخت او له فشار ډک تجربه وه. د عملیات پر مهال هم لږ ناارامه کوونکې وه او ډېر درد یې درلود.»

د هغې تجربه ښيي چې ډېری ښځې د دې عملیاتو له ترسره کېدو مخکې د کورتاژ د بهیر په اړه کافي مالومات نه‌لري او همدا موضوع د هغوی د اندېښنو او اضطراب د زیاتېدو لامل کېږي.

فاطمه د کورتاژ له عملیاتو وروسته د رامنځته شویو ستونزو په یادولو سره وایي، له عملیات وروسته د کافي پاملرنې د نشتون له امله، د درد، جسمي کمزورۍ او رواني فشار اغېزو تر یوې مودې دوام درلود:

«رښتیا ووایم، مالومات مې بشپړ نه وو. یو څه مې اورېدلي وو، خو کله چې مې دغه کار وکړ، پوه شوم چې باید تر دې مخکې مې ډېر تحقیق کړی وی او ډېرې پوښتنې مې کړې وی. له عملیاتو وروسته مې درد درلود، جسمي کمزوري او وینې‌بهېدنې څو ورځې دوام وکړ، خو نېکمرغه یم چې جدي عوارض رامنځته نه شول.»

نوموړې د بادغیس د ښځو د ژوند سختو شرایطو ته په اشارې سره وایي:

«موږ د بادغیس ښځې همداسې یو چې کور ته ولاړې شو، بیا سمدستي کار پیلوو. زه له عملیاتو وروسته د ملا درد لرم. له رواني پلوه هم ډېر اغېز پرې وشو، د خپګان احساس مې درلود، اندېښمنه وم او دا حالت یوه موده دوام وکړ تر څو ښه شوم.»

د بادغیس د آبکمري ولسوالۍ اوسېدونکې ۳۵ کلنه صنم چې د څلورو ماشومانو مور ده، ورته تجربه لري.

هغه وایي، رحم کې د ټوټو پاتې کېدو له امله ډاکترانو د کورتاژ پرېکړه وکړه.

د هغې په وینا، له عملیات یې شاوخوا دوه میاشتې تېرېږي، خو لا هم د رحم په برخه کې له درد څخه شکایت لري او مناسبو روغتیايي خدمتونو ته یې لاسرسی نه‌دی لرلی:

«ډاکترانو زما کورتاژ وکړ. له عملیات مخکې زه خبره نه وم، راته یې ونه ویل. ډېر درد مې درلود. وروسته مې هم نس ډېر درد کاوه. په کور کې هم سمه پاملرنه ونه شوه. پر ما یې ډېر بد اغېز وکړ او تر اوږدې مودې مې بد احساس درلود.»

هغې زیاته کړه چې د کورتاژ له ترسره کېدو وروسته، د اسانتیاوو د نشتون او محدود لاسرسي له امله ونه توانېده چې اړینې پاملرنې ترلاسه کړي او همدې موضوع یې روغتیايي ستونزې اوږدې کړي.

د دغو ښځو تجربې ښيي چې د روغتیايي ستونزو ترڅنګ، د پوهاوي کمښت، روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی او له درملنې وروسته د تعقیب نشتوالی، د دې برخې مهمې ننګونې دي.

په همدې حال کې، روغتیايي متخصصان ټینګار کوي چې کورتاژ یوه مشخصه طبي کړنلاره ده او یوازې په اړینو مواردو کې ترسره کېږي.

قابله زرمینه مهمند د دې بهیر په اړه وایي، کورتاژ هغه مهال ترسره کېږي کله چې د رحم دننه مواد په بشپړ ډول نه وي ایستل شوي یا د امیندوارۍ دوام د مور روغتیا له ګواښ سره مخ کړي.

«په کورتاژ کې یوه ځانګړې وسیله رحم ته داخلېږي څو دننه مواد وایستل شي. دا عمل عموماً په کلینیک یا روغتون کې ترسره کېږي. کورتاژ هغه وخت کېږي چې د امیندوارۍ دوام ښځې ته خطر ولري، یا په رحم کې ټوټه پاتې وي، یا شدیده وینې‌بهېدنه شتون ولري. تر ټولو مهم خطرونه یې شدیدې وینې‌بهېدنه او انتان دی، په ځانګړي ډول که وسایل پاک نه‌وي یا له عملیاتو وروسته سمه پاملرنه ونه شي.»

د هغې په وینا، که ښځې له مخکې کافي پوهاوی ونه‌لري او یا له عملیاتو وروسته پاملرنې ته جدي پام ونه کړي، ښايي له ستونزو لکه انتان، شدیدې وینې‌بهېدنې او ان د رحم له زیان سره مخ شي.

د نسایي او ولادي ناروغیو ډاکتره نیلاب غني‌زاده هم کورتاژ د رحم د پاکولو یوه لاره بولي چې معمولاً په لنډ وخت کې ترسره کېږي، خو په وینا یې چې دقت او پاملرنې ته اړتیا لري.

«کورتاژ هغه پړاو دی چې د رحم پاک‌والی پکې ترسره کېږي. دا عموماً له ۵ تر ۱۵ دقیقو پورې وخت نیسي. تل کورتاژ اړین نه وي، ځینې وختونه ستونزه د دوا له لارې هم حل کېږي او ډاکتر د ناروغ د وضعیت له مخې پرېکړه کوي.»

هغې ټینګار وکړ چې دا عمل باید په معتبرو روغتیايي مرکزونو او له مجهزو اسانتیاوو سره ترسره شي او له هغې وروسته د عوارضو د مخنیوي لپاره د روغتیايي سپارښتنو مراعاتول ډېر مهم دي.

په بادغیس کې د ښځو تجربې ښيي چې د طبي سپارښتنو او د هغوی د ژوند د واقعیت ترمنځ واټن ډېر دی، داسې ځای چې د پوهاوي کمښت، روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی او د ژوند سخت شرایط لامل کېږي چې ډېری ښځې له لازمې پاملرنې پرته له دغه حساس پړاو تېرې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام