د هلمند يو کروندګر محمدعوض وايي، هر کال د خپلو کروندو د خړوبولو لپاره لازمو اوبو ته لاسرسی نه‌لري. د هلمند ګروندګر په دغه ولایت کې د اوبو کمښت اندېښمن کړي دي. محمدعوض له حکومت څخه د دې ستونزې د هواري په برخه کې د مرستې غوښتنه کوي. د اوبو نشتوالی د هلمند د کروندګرو یوازینۍ ستونزه نه‌ده، خو دې ننګونې په تېرو څو کلونو کې په هېواد کې د ډېرو کروندګرو کورنیو پر ژوند سیوری غوړولی دی.

اړوند مطالب:

د نن ورځې خبرونه​
ډېر لوستل شوي
تحلیلونه او خبري راپورونه
د سیمې او نړۍ پېښې

ځانګړي پوښښ

قطر کې د سولې خبرې​

د امریکا ولسمشر جو بایډن له خپل افغان سیال محمداشرف غني سره په لیدنه کې له افغانستان سره د امریکا پر دوامدارو مرستو ټينګار کړی دی. په دې لیدنه د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر وتلو ټينګار کړی او ویلي یې دي چې له افغانستان څخه به د دغه هېواد ملاتړ دوامداره وي.
څېړنيز راپورونه

له ماسټري تر ازاد شغله؛ افغانستان کې د کاربازار تریخ حقیقت

سلام‌وطندار له څلورهغو ځوانانو سره چې درې یې، ماسټري او یوه یې، د لېسانس تر کچې زده‌کړې کړي او اوس ازاد کاروبار لري، مرکې کړې دي.

د پروان اوسېدونکی عبدالرب رحیمي چې په ژبو او ادبیاتو برخه کې د لېسانس تر کچې لوړې زده‌کړې لري، وايي، د خپلې راتلونکې لپاره یې، په ډېره خواري زده‌کړې وکړې، خو اوس خیاطي کوي.

مرکې

د سلام‌وطندار سروې؛ ځوانان ژوند کې د کلاسیک او مُډرن سبکونو ګډه بڼه خوښوي

د ژوند سبک د ارزښتونو، د چلندونو، عادتونو او سلیقو ټولګې ته ویل کېږي چې د یوه کس، ډلې او ټولنې د ژوند بڼې ته د جوړښت ورکولو برخه کې مرسته کوي. د ژوند سبک کېدای شي، په دوو برخو ووېشو: ۱- د ژوند مډرن سبک، ۲-  د ژوند کلاسیک سبک. د ژوند مډرن سبک، د ژوند هغې بڼې ته ویل کېږي چې د نوې ټکنالوژۍ او ورځنۍ عصري بڼونو تر اغېزو لاندې وي.

رسنۍ
د کډوالۍ ځانګړې برخه
ستاسو يادښتونه