Asset 1SWN

د مطبوعاتو ازادۍ نړیواله ورځ؛ د رسنیو مسوولانو او خبریالان: د ټولیزو رسنیو قانون دې تصویب شي

د افغان خبريالانو د خوندیتوب کمېټې مسوولانو که څه هم نن په کابل کې د مې مياشتې درېيمه یا د مطبوعاتو ازادۍ په نړيواله ورځ په یوه غونډه کې د رسنيو د فعاليت او اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعيت د نسبي ښه‌والي په اړه خوشبيني څرګنده کړه، خو په وینا یې، د سرپرست حکومت چارواکو لا هم د خبریالانو د ستونزو هواري لپاره جدي او عملي ګامونه نه‌دي اوچت کړي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې رییس عبدالقدیم ویاړ وویل، لا هم په ولایتونو کې خبریالان د معلوماتو له کمښت او د چارواکو له نه همکارۍ سره مخامخ دي چې له کبله یې راپورونه نیمګړي پاتې او خپرېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي د ټولیزو رسنیو قانون د تصویب غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د خبریالانو د خوندیتوب او اطلاعاتو ته د هغوی د لاسرسي لپاره باید ځانګړي میکانېزمونه جوړ شي.

په ورته مهال د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې شمېرې ښيي چې د تېر زېږدیز کال په پرتله سږ کال په رسنیو کې د ښځو ګډون ۱۷ سلنه او د نارینه‌وو هغو ۱۰ سلنه زیات شوی دی.

د رسنیو مسوولان هم سره له دې چې د تېرو کلونو په پرتله اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعیت مخ په ښه کېدو بولي، خو ټینګار کوي چې د ټولیزو رسنیو قانون تشه او اطلاعاتو ته نه ‌لاسرسی رسنۍ او د خبریالانو فعالیت له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ مسوول ذبېح‌الله سادات د باور جوړول، خبرې اترې او له رسنیو سره د سرپرست حکومت د مسوولانو همکاري مهم بولي او دې برخې ته د هغوی پر پام ټینګار کوي.

هغه زیاتوي: «موږ د تېر کال په پرتله لاسته‌راوړنې لرلې، خو بیا هم بس نه دي. اوس هم د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه نه‌دي اخیستل شوي. اوس ځینې مثبت بدلونونه راغلي؛ مخکې به مسوولانو موږ سره د ناستې لپاره وخت نه راکاوه، خو اوس یې وینو او قناعت مو ورکړی دی.»

خو یوشمېر خبریالان بیا پر وخت کره او لازمو اطلاعاتو ته د نه لاسرسي په اړه شکایت کوي. فرحناز او صدیقه چې په کابل ښار کې خبریالي کوي وايي، د غوښتل شویو اطلاعاتو د شریکولو لپاره د حکومتي مسوولانو نه‌ همکاري لامل شوې چې کار ته د دوی انګېزه له منځه یوسي.

فرحناز وايي: «فرصتونه وو، ستونزې هم شته. اطلاعاتو ته د لاسرسي نه لرل، البته کره اطلاعاتو ته لاسرسی نه لرو، پوښتنه ځوابوي، خو هغه څه چې ترې غواړو، هغه نه راته وايي؛ ټول یې یو ډول خبرې کوي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

صدیقه هم وايي: «له بده مرغه څومره چې تمه کېږي، د رسنیو لپاره هغسې شرایط برابر نه‌دي. په ځینو غونډو کې اجازه نه راکول کېږي، کاري فرصتونه راته محدودوي. موږ ته دې ښه ازادي راکړل شي، څو په یوه منظم چوکاټ کې خپل کارونه وکړو.»

د یادونې ده چې د ا.ا مسوولانو په دې غونډه کې د رسنیو د فعالیت لپاره د اسانتیاوو برابرولو برخه کې د خپلو هڅو په اړه ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې سرپرست حکومت د ملي ګټو او اسلامي او فرهنګي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمن دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام