Asset 1SWN

د اطلاعاتو او کلتور وزارت: هغو خبریالانو ته کار پیدا کوو چې دندې یې له لاسه ورکړي

عطا نوید چې په هېواد کې یې پنځه کاله له بېلابېلو رسنیو سره کار کړی وايي، اوس وزګار دی او د کار موندلو لپاره چې هرې ادارې ته ورغلی، ناهیلی ترې راوتلی دی. نوموړی له حکومت څخه غواړي، څو د هغو خبریالانو لپاره چې کارونه یې له لاسه ورکړي، د کار اسانتیاوې برابرې کړي. هغه زیاتوي: «موږ له حکومت څخه غواړو، څو هغو خبریالانو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړي چې دندې یې له لاسه ورکړې دي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د نور ټلوېزیون خبریال سیدبلال صیاد وايي، افغان خبریالان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي او ګڼ‌شمېر یې د رسنیو د فعالیت درېدو له کبله اړ شوي چې د کار ترلاسه کولو لپاره له افغانستان څخه بهر کډوال شي.

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، خبریالان باید ملي او اسلامي ارزښتونو ته په پام په رښتینې توګه حقایق تر خلکو ورسوي.

نوموړی زیاتوي: « اسلامي امارت اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه ډاډ ورکوي او نورې اسانتیاوې به هم ورته برابرې کړي. هیله ده خبریالان هم داسې راپورونه جوړ کړي چې د روانی امنیت لپاره ګټور تمام شي.»

بله‌خوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال مهاجر فراهي د خبریالانو ملي ورځې په مناسبت وايي، د خبریالانو د ستونزو حل برخه کې به لازم ګامونه اوچت کړي.  ستونزو ته به رسېدنه وکړي. د نوموړي په خبره، هغو خبریالانو ته به د کار اسانتیاوې برابرې کړي چې دندې یې له لاسه ورکړې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې افغان خبریالان د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو راهیسې له ګڼو محدودیتونو، سانسور، بندیزونو او اطلاعاتو ته د نه لاسرسي او د کار له لاسه ورکولو ستونزو سره مخامخ دي او ګڼ‌شمېر یې له هېواده وتلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام