د اطلاعاتو او کلتور وزارت: هغو خبریالانو ته کار پیدا کوو چې دندې یې له لاسه ورکړي

عطا نوید چې په هېواد کې یې پنځه کاله له بېلابېلو رسنیو سره کار کړی وايي، اوس وزګار دی او د کار موندلو لپاره چې هرې ادارې ته ورغلی، ناهیلی ترې راوتلی دی. نوموړی له حکومت څخه غواړي، څو د هغو خبریالانو لپاره چې کارونه یې له لاسه ورکړي، د کار اسانتیاوې برابرې کړي.

خوست کې ځوانانو زده‌کړو ته د کورنیو هڅولو لپاره کلي په کلي کمپاین پیل کړی

خوست کې يوه ډله ځوانان کلي په کلي ګرځي او کورنۍ هڅوي چې خپل هغه ماشومان چې عمر يې ښوونځیو کې د شاملېدو لپاره برابر وي، ښوونځيو کې شامل کړي.

د دغه کمپاین په ترڅ کې هغو ماشومانو ته په وړيا ډول انځورونه هم چاپېږي چې په ښوونځي کې د شامېليدو پرمهال ورته اړتيا وي.

د افغانستان بانک سبا «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې «دوشنبه، کب ۲۸مه» به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (یکشنبه، د کب ۲۷مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا دوشنبه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

پر زده‌کړو او کار محدودیتونه؛ کابل کې یو‌شمېر ښځو د خیاطي زده‌کړې ته مخه کړې

افغانستان کې د وروستیو سیاسي تحولاتو راپدېخوا او له زده‌کړو او کار څخه د نجونو او مېرمنو راګرځولو سره هم‌مهاله ګڼ‌شمېر ښځو د لاسي صنایعو او خیاطي زده‌کړې ته مخه کړې.

په دې راپور کې له ۳۰ مېرمنو سره مرکې شوې چې د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره یې د خیاطي زده‌کړې ته مخه کړې ده.

افغانستان نن له ایرلنډ سره دویمه شل اووره سیالي کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن شپه له ایرلنډ سره د درېوو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ په دویمه سیالي کې لوبېږي. افغانستان د یادې لوبلړۍ په لومړۍ شل اووره سیالي کې له ایرلنډ ماته خوړلې او دې لوبه کې به هڅه کوي چې لوبلړۍ برابره کړي. که ایرلنډ دا سیالي وګټي، نو ورسره به د شل اووره سیالیو لوبلړۍ هم په خپل نوم کړي. ټاکل شوې چې یاده لوبه نن یکشنبه، کب ۲۷مه د عربي متحده اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

کندهار کې د یوه کال پر مهال د اورلګېدنې ۱۰۶ پېښې رامنځته شوي

د کندهار امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېر یوه کال پرمهال د اورلګېدنې ۱۰۶ پېښې رامنځته شوي چې له امله یې نږدې ۴.۵ میلیونه افغانۍ زیان اړولی دی. جمشېد زیاته کړه چې د اورلګېدنې ډېری پېښې د تېلو پلورنځیو، د صنعتي پارک کارخانو، د ګازو لویو ټانکرونو، شرکتونو، سوداګریزو مرکزونو او کورونو کې رامنځته شوي دي.