Asset 1SWN

کندهار کې د یوه کال پر مهال د اورلګېدنې ۱۰۶ پېښې رامنځته شوي

IMG-20240316-WA0081

د کندهار امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېر یوه کال پرمهال د اورلګېدنې ۱۰۶ پېښې رامنځته شوي چې له امله یې نږدې ۴.۵ میلیونه افغانۍ زیان اړولی دی.

د کندهار د امنیې قومنداني ویاند اسدالله جمشید سلام‌وطندار ته وايي، د اورلګېدنې د یادو پېښو له کبله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او نهه نور ټپیان شوې هم دي. د نوموړي په وینا، دې موده کې یې د نږدې ۳۷۳میلیونه افغانیو د خسارې مخنیوی کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

جمشېد زیاته کړه چې د اورلګېدنې ډېری پېښې د تېلو پلورنځیو، د صنعتي پارک کارخانو، د ګازو لویو ټانکرونو، شرکتونو، سوداګریزو مرکزونو او کورونو کې رامنځته شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کندهار د امنیې قومنداني ویاند اسدالله جمشید همداراز وویل چې د تېر یوه کال پرمهال یې، د اوروژنې پر وړاندې د خونديتابه معیارونو او نورو اړینو لارښوونو او سپارښتنو په اړه عامه پوهاوی ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام