Asset 1SWN

تخار کې د اورلګېدنې له کبله یو ماشوم مړ او دوه نور ټپیان شوي

1ea15a9e-e497-4176-b678-55cdd20976bf

د تخار محلي مسوولان وايي چې دغه لایت کې د اورلګېدنې له کبله یو ماشوم سوځېدلی او مړ شوی دی.

د تخار د امنیې قومنداني ویاند عبدالمبین ساپی سلام‌وطندار ته وايي چې اورلګېدنه پنج‌شنبه د غويي ۲۱مه د ینګي‌قلعه ورزشي چمن ته نږدې د تېلو په یوه ټانک کې د جنراټور برښنا شارټۍ له کبله رامنځته شوې چې پر مهال یې یو ماشوم مړ شوی او دوه نور ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ساپي په وینا، اور د ینګي‌قلعه د امنیې قومنداني امنیتي ځواکونو او د سیمې د خلکو په همکاري مهار شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا یاده ولسوالي کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې د یادې اورلګېدنې له کبله د سیمو خلکو ته څه باندې یو میلیون افغانۍ زیان اوښتی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام