د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسوولان وايي چې تېره ورځ له ګاونډېو هېوادونو څخه ۵۱۷ کورنۍ چې دوه زره او ۷۹۷ کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوي دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن چهارشنبه، د جوزا ۱۳مه، پر خپله اېکسپاڼه د دې شمېرو په خپرولو سره ویلي چې یوازې د تورخم له لارې ۴۶۵ کورنۍ چې شاوخوا ۲۶۰۰ کسان کېږي، افغانستان ته راغلي دي.
هغه زیاته کړې چې له سپینبولدک څخه ۷ کورنۍ، له نیمروز څخه ۴ کورنۍ او د هرات د اسلامقلعه له لارې ۴۱ کورنۍ هېواد ته راستانه شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو اجباري ستنېدنه لاهم دوام لري.
بل لور ته، د ملګروملتونو سازمان مخکې ویلي وو چې ښايي له اپرېل تر دسمبر ۲۰۲۶ پورې شاوخوا ۲.۷ میلیونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شي چې دا به د راستنېدو د بهیر لویه څپه وي.