Asset 1SWN

سلام وطندار

له ګاونډیو هېوادونو ۵۵۱۳ افغانان بېرته راستانه شوي

کډوال ۸۸

له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته د بېرته راستنېدونکو افغانانو لړۍ روانه ده چې نن شنبه، غويي۱۲مه، ۵۵۱۳ افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

ویل کېږي چې په دې ډله کې له زرو څخه زیاتې کورنۍ شاملې دي.

له دې وړاندې هم شاوخوا ۸۰۰ کورنۍ په تېرو دوو ورځو کې هېواد ته راستنې شوې وې چې دا د بېرته راستنېدو د دوامداره بهیر ښکارندویي کوي.

د ملګروملتونو د معلوماتو له مخې، یوازې ۱۱سلنه راستنېدونکي کار لري.

همدارنګه، ملګروملتونو ویلي چې په ۲۰۲۵کال کې له ایران او پاکستان څخه شاوخوا ۲.۸ میلیونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مېشت‌ځایونو پروګرام په وینا، د دې ستر شمېر راستنېدو له امله د افغانستان نفوس نږدې ۱۰سلنه زیات شوی چې دا د هېواد پر اقتصادي، ټولنیزو او خدماتي سکتورونو باندې پراخ فشارونه اچوي.

کارپوهان وايي چې د کډوالو دا چټک او پراخ بېرته راستنېدل به د کارموندنې، هستوګنې، روغتیا او زده‌کړو په برخو کې جدي ننګونې رامنځته کړي او د دې وضعیت د مدیریت لپاره لا ډېرو همغږو هڅو ته اړتیا ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام