د ایران او امریکا ترمنځ د روانو خبرو نامعلوم برخلیک، د سیاسي دریځونو له سختېدو او د منځګړو له لارې د پیغامونو له تبادلې سره یوځای، لاهم یوه ګونګ وضعیت سره مخ دی.
د ایران رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې تهران خپلې وروستۍ مذاکراتي طرحې د یوه رسمي منځګړي په توګه پاکستان ته سپارلې دي.
په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرېس ته په خپلو څرګندونو کې ویلي چې له ایران سره جګړه پای ته رسېدلې، خو ټینګار یې کړی چې نه غواړي ژر له دې تقابل څخه ووځي.
نوموړي زیاته کړې چې د ایران له لوري وړاندې شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دی او دی ترې رضایت نهلري.
هغه ویلي: «موږ له ایران سره خبرې کړې دي، وګورو چې څه کېږي، خو باید ووایم چې زه راضي نه یم… هغوی باید یو معقول او د منلو وړ تړون وړاندې کړي. اوس مهال زه له وړاندې شویو وړاندیزونو خوښ نه یم.»
د امریکا د قوانینو له مخې، هر ډول پوځي اقدام باید په ۶۰ورځو کې پای ته ورسېږي، پرته له دې چې کانګرېس د هغه د غځولو اجازه ورکړي.
ټرمپ د هېواد داخلي حقوقي چوکاټ ته په اشارې ویلي چې د پوځي عملیاتو د دوام لپاره سمدستي د کانګرېس اجازې ته اړتیا نهویني؛ هغه موضوع چې ښایي د کړکېچ حقوقي او سیاسي اړخونه نور هم پېچلي کړي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه، سیدمقدم امین، د منځني ختیځ د وضعیت په اړه وایي: «
سره له دې، د خاتمالانبیاء مرکزي قرارګاه مرستیال خبرداری ورکړی چې د ایران او امریکا ترمنځ د نښتو د بیا پیل احتمال لاهم شته.
یوشمېر شنونکي هم باور لري چې د جګړې د بیا راژوندي کېدو امکان موجود دی او دواړه لوري پوځي چمتووالی ساتي. سیاسي شنونکی معین ګل څمکنی، وایي، که څه هم دواړه هېوادونه په ظاهره د سولې تمایل ښيي، خو په عمل کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو نښې لیدل کېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاتوي: «امریکا خپل چمتووالی نیولی او لا یې هم زیاتوي، او داسې ښکاري چې د جګړې د بیا پیل انتظار باسي. ایران هم خپل پلانونه وړاندې کوي او نړۍ ته دا ښيي چې د سولې غوښتونکی دی، خو په عین حال کې د احتمالي جګړې لپاره چمتووالی نیسي. په ټوله کې، دواړه لوري ځانونه اماده کړي دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي له روسیه څخه تر راستنېدو وروسته، داسې ښکاري چې مسکو هم په دې موضوع کې ښکېل شوی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د ټلیفوني خبرو پرمهال له خپل ایراني سیال سره د جګړې د پای ته رسولو او په سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره د همکارۍ چمتووالی ښودلی دی.
تر دې وړاندې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، ویلي و، که څه هم ځینې هېوادونه د منځګړیتوب لېوالتیا لري، خو د خبرو اصلي چینل لاهم اسلاماباد دی او پاکستان په رسمي توګه د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو منځګړی پاتې شوی دی.