
غزني کې د ماشومانو لپاره د تفریحي پارکونو له نشتوالي شکایتونه
سره له دې چې په تېرو دوو کلونو کې د غزني ښار په یوشمېر برخو کې محدود عامه تفریحي ځایونه جوړ او یا هم رغول شوي، خو لاهم په دې نسبتاً لوی او ګڼمېشتي ښار کې د ماشومانو لپاره ځانګړی او معیاري تفریحي پارک نه تر سترګو کېږي.






