د لوګر د مرکز پل‌علم او یو شمېر ولسوالیو بزګران سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، د پخوا په پرتله دغو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه د پام وړ کمه شوې.

دوی وایي، پخوا به یې خپلې کرنیزې ځمکې او باغونه د کاریزونو او کانالونو له لارې خړوبول، خو اوس په ډېرو کاریزونو او کانالونو کې اوبه وچې شوي او له همدې امله بزګران اړ شوي چې د خپلو کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره ژورې څاه‌ګانې وکيندي.

هغوی له حکومت او نړیوالو بنسټونو غواړي چې افغانستان کې د کرنیزو ځمکو او باغونو د خړوبولو لپاره د اوبو قطريي سیستم عام او ترویج کړي.

په دې اړه لوګر کې کروندګر سیدالله وویل: «څاه‌ګانې وچې شوي. پخوا به په ۱۰ یا ۱۲ مترو کې اوبه پیدا کېدې، خو اوس آن په ۱۰۰ مترو کې هم اوبه نه موندل کېږي. خدای مه کړه که د اوبو دغه کمښت همداسې دوام وکړي، ښايي یو بشري ناورین رامنځته شي.»

بهرام خان هم هغه کروندګر دی چې د ځمکې لاندې اوبو سطحې ټيټېدو په دلیل ستونزو سره مخ شوی.

هغه سلام‌وطندار ته وایي: «د اوبو د کمښت له امله موږ بېلابېلو ستونزو سره مخ یو. پخوا به مو درې جریبه سبزي کرله، خو اوس یو جریب ته هم اوبه نه رسېږي. لاسي څاه‌ګانې ټولې وچې شوي، کاریزونه هم وچ شوي، یانې اوبه ورځ تر بلې لا ژورې ته ځي.»

د همدې ولایت بل بزګر محمد ادریس وايي، د تېرو پنځو کلونو په پرتله د اوبو کچه نږدې نیمایي ته ټيټه شوې او له همدې امله د ډېرو کروندو حاصلات هم کم شوي.

هغه زیاتوي، د وچکالۍ او د اوبو کمښت له امله ځینو بزګرانو خپلې کرنیزې ځمکې شاړې پرېیښې دي.

«د اوبو سطحه د تېرو پنځو کلونو په پرتله ډېره کمه شوې. سیندونه، کاریزونه او څاه‌ګانې وچې شوي. ډېری بزګران اوس یوازې مهم نباتات کري او هماغه اوبه کوي، چې دا د بزګرانو لپاره یوه لویه ستونزه بلل کېږي.»

اخوا د طبیعي سرچینو  متخصص عبدالحمید وايي، د کرنې لپاره د اوبو کمښت یوازې د لوګر بزګرانو ستونزه نه ده، بلکې په هېواد کې یوه پراخه ملي ستونزه بلل کېږي.

هغه وایي، په ډېرو سیمو کې کروندګر تر ځمکې لاندې اوبو څخه بې درېغه ګټه اخلي چې دا چاره د اوبو د زیرمو د کمېدو لامل شوې.

«د اوبو د کمښت ستونزه د بزګرانو لپاره یوه جدي ستونزه ده. ډېری خلک اوبه په بې‌رویه ډول کاروي او د اوبو مصرف او ارزښت ته پام نه کوي. له همدې امله ډېر کانالونه او سیندونه هم وچ شوي.»

بل لور ته د لوګر د اوبو او انرژۍ رئیس مولوي محمد اسماعیل وایي، دې وروستیو کلونو کې د وچکالۍ له امله په ډېرو سیمو کې د ځمکې په سر او تر ځمکې لاندې اوبو کچه راکمه شوې.

د هغه په خبره، د اوبو د زیرمو خوندي ساتلو لپاره یې په مرکز او ولسوالیو کې د ژورو څاه‌ګانو د کیندلو بهیر درولی.

هغه وویل، که څوک په ناقانونه ډول ترځمکې لاندې اوبو څخه ګټه واخلي، له قانوني چلند سره به مخ شي.

«د اوبو د کمښت ستونزه په ټول هېواد کې شته او تر ډېره د وچکالۍ له امله رامنځته شوې. زموږ د ادارې له لوري د سطحي او تر ځمکې لاندې اوبو د کمښت د مخنیوي لپاره د ژورو څاه‌ګانو د کیندلو بهیر محدود شوی. که څوک د اړتیا له مخې ژوره څاه کيندي، باید د زموږ له ادارې څخه اجازه واخلي او ترڅنګ یې د جذب څاه هم وکيندي.»

همدارنګه د لوګر د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي، د بزګرانو د ستونزو د حل او د اوبو د سپما لپاره یې ځانګړې طرحه جوړه کړې ده.

د یاد ریاست د طبیعي منابعو آمر، نصردین بهیج وایي، د دې طرحې له مخې کروندګرو ته سپارښتنه شوې چې داسې نباتات وکري چې لږو اوبو ته اړتیا ولري.

 نوموړی زیاتوي چې د اوبو د مدیریت لپاره په غرنیو سیمو کې تراسونه، کانالونه او سربندونه هم جوړ شوي او کروندګرو ته د اوبو د قطري سیستم د ګټو په اړه پوهاوی هم دوام لري.

«زمونږ ادارې یوه طرحه برابره کړې، ددې طرحې له مخې د اوبو کمښت بدیل لارې مو لټولي، لکه کروندګر مو دېته اړ ایستلي چې داسې نباتات وکري چې کمې اوبه مصرف کړي، په غرنیو سیمو کې تراسونه، کانالونه او سربندونه مو جوړ کړي او بزګرانو ته د اوبو د قطري سیستم د ګټو په اړه پوهاوی دوام لري.»

لوګر مرکز کابل ته له نژدې ولایتونو څخه دی چې ډېری اوسېدونکي يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

د یاد ولایت د اوسېدونکو په وینا، که د اوبو کمښت ستونزه همداسې دوام پیدا کړي، نو لرې نه‌ده چې اوسېدونکي به يې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام