Asset 1SWN

هرات کې ښځو خپل لاسي صنایع او فرهنګي اثار نندارې ته کېښودل

IMG-20221103-WA0007

هرات کې یوشمېر بې‌ځایه شویو ښځو نن د UNHCR دفتر او ودان موسسې په مالي مرسته «د افغانستان ساخت» په نوم د خپلو لاسي صنایعو او فرهنګي اثارو  نندارتون جوړ کړ.

د دغه نندارتون یوه مسووله نسیمه هاشمي وايي چې په نندارتون کې د ښځو له ۵۰۰ ډېر لاسي صنایع او فرهنګي اثار نندارې ته اېښودل شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وايي: «په دغه نندارتون کې کورنۍ بې‌ځایه شویو ښځو ګډون کړی چې خپله انځورګري، اوبدلې غالۍ او نورې لاسي صنایع یې نندارې ته ايښې دي. موږ په خوندي چاپېریال کې له کوم ډار پرته کار کوو او نندارتونونه جوړوو.»

په همدې حال کې یوشمېر هغه ښځې چې خپل لاسي صنایع او فرهنګي اثار یې په دغه نندارتون کې نندارې ته ايښي، وايي چې ښځې د هېواد په پرمختګ کې بنسټیز رول لري. دوی له اسلامي امارت او خلکو څخه غواړي چې د دوی د لاسي صنایعو او کلتوري اثارو ملاتړ دې وکړي.

رویا اشرفي او مریضه حیدري وايي:

«زه د کیف ګنډلو برخه کې فعالیت کوم. موږ کولای شو، هغه څه چې جوړوو، نندارې ته یې وړاندې کړو. له خلکو غواړو چې راشي او د خپل هېواد محصولات وکاروي. ښځې د افغانستان جوړولو کې ښه رول لري. له اسلامي امارت څخه مې غوښتنه ده چې په ټولو برخو کې د ښځو ملاتړ وکړي.»

«موږ د هېواد له ټولو وګړو وغواړو چې زموږ ډېر ملاتړ وکړي. موږ غواړو چې ښځې ډېر پرمختګ وکړي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بله‌خوا د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس نعیم‌الله حقاني چې دغه نندارتون کې یې هم ګډون کړی و، د ښځو د فرهنګي اثارو د ملاتړ ترڅنګ وویل، ښځې کولای شي د ښه امنیت او ټولنیز چاپېریال په برابرېدو سره د پخوا په پرتله په لا ځواکمنتیا کار وکړي.

دا د ښځو د لاسي صنایعو او فرهنګي اثارو څلورم نندارتون دی چې د ودان موسسې په ملاتړ په هرات کې جوړېږي. د دغه نندارتون جوړوونکي وايي چې جوړ شوی نندارتون به درې ورځې دوام وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام