Asset 1SWN

لوګر کې د کتابونو، تاریخي او هنري اثارو نندارتون جوړ شو

jjjjj

د لوګر ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د کتابونو، تاریخي او هنري اثارو نندارتون جوړ شو. په دغه نندارتون کې زرګونه ټوکه دیني، سیاسي، ادبي، ټولنیز او معلوماتي کتابونه او ګڼ‌شمېر تاریخي او هنري اثار نندارې ته اېښودل شوي وو.

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس رفېع‌الله صمیم وویل چې د کتابونو، تاریخي او هنري اثارو د نندارتون جوړولو موخه یې کتاب او مطالعې ته د ځوانانو را بلل و.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، د پخوا په پرتله اوس په دغه ولایت کې له کتاب او مطالعې سره د ځوانانو لېوالتیا زیاته شوې او دوی به هڅه وکړي چې د پل‌علم تر څنګ، د لوګر په ولسوالیو کې هم ورته نندارتونونه جوړ کړي.

په همدې حال کې د نندارتون یوه ګډونوال رحیم‌الله سلام‌وطندار سره په مرکه کې وویل چې دا ډول نندارتونونه به ځوانان د کتاب او مطالعې پر ارزښت پوه کړي.

نوموړي د لوګر ولایت له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه وغوښتل چې د مطالعې دود د را ژوندي کولو په موخه د ولسوالیو او کلیو په کچه هم ورته پروګرامونه جوړ کړي.

د لوګر ولایت یوه کلتوري فعال نوروز ځلاند بیا چې په دغه نندارتون کې یې ګډون کړی و، سلام‌وطندار ته وویل چې د پخوا په پرتله د کتابونو د پېر او پلور او مطالعې کچه راټېټه شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی وایي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت باید د هېواد په کچه د کتاب او مطالعې د ازرښت په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د لوګر په ګډون، د هېواد په ډېری ولایتونو کې کتاب پلورونکي په وروستي څه باندې یوه کال کې د کتابونو د پېر او پلور بازار سوړ شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام