
ننګرهار کې د نارنجګل ملي او نړيوال نندراتون جوړ شو
ځايي مسوولان وايي، د نارجګل په نوم د وطني تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون نن (پنجشنبه، وري ۲۱) د جلالاباد ښار «سراج العمارت» بڼ کې پیل او تر شنبې ورځې دوام کوي.
د ننګرهار صنعت او سوداګرۍ رئيس سید عبدالبصیر پاچا وویل، د نارنجګل ملي او نړيوال نندارتون په ۱۲۰غرفو کې د هېواد بېلابېلو ولايتونو تولیدات او محصولات نندارې ته ايښودل شوي.














