Asset 1SWN

د بدخشان په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د کتابونو دوه‌ورځنی نندارتون جوړ شو

82341f84-8c77-4761-ba20-c90c4a192952

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د خپرندویانو ټولنې په همکاري په مرکز فیض‌اباد ښار او څلورو ولسوالیو کې د کتاب لوستنې دود د پراختیا په موخه د سړکونو پر سر د کتابونو دوه‌ورځنی نندارتون جوړ شو.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي سلام‌وطندار ته وویل چې د مرکز فیض‌اباد په ګډون یې د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې هم د سړک پر سر زرګونه ټوکه کتابونه نندارې ته ایښي دي. هغه وايي، هڅه کوي چې د بدخشان په نورو ولسوالیو کې هم ورته نندارتونونه جوړ کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته وخت کې د بدخشان د خپرندویانو ټولنې مشر احمدنبیل قاضي‌زاده وايي، له دغه نندارتون څخه یې موخه کتاب لوستنې ته د ځوانانو هڅول او د کتاب لوستنې د دود پراختیا ده.

د نوموړي په وینا، هېواد کې د کورونا ویروس خپرېدو او له وروستیو بدلونونو وروسته د کتاب لوستنې دود پیکه شوی او د تېر په څېر یې بازار هم ډېر سوړ شوی دی.

بله‌خوا یوشمېر هغه کسان چې د دغه نندارتون لیدو او د کتابونو پېرلو ته راغلي، خوښي ښيي او زیاتوي چې د دغه ډول نندارتونونو له جوړیدو سره به د ځوانانو په منځ کې د کتاب لوستنې علاقه ډېره کړي او پر ټولنې به هم مثبت اغېز وکړي. احمد صدام ایوبي او ربېع‌الله چې د یاد نندارتون لیدو ته راغلي، زیاتوي:

«له هغو ځوانانو چې دغه نندارتون ویني، غواړم چې کتاب او مطالعې ته مخه کړي، څو یوه پرمختللې او باثباته ټولنه ولرو او وکولای شوو په بدخشان کې د مطالعې فرهنګ دود ته وده ورکړو. نورو ولایتونو ته هم دا لړۍ وغځېږي، البته موږ څراغ واوسو او نور ولایتونه هم روښانه کړو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

«له مسوولانو مو غوښتنه دا ده چې دا ډول پروګرامونه ډېر جوړ کړي او خلک وهڅوي چې د نندارتون په جوړېدو کې همکاري وکړي، څو په ښارونو کې جوړ شي او ټول خلک ترې ګټه واخلي.»

د یادونې ده چې د تېرو کلونو پر مهال به په بدخشان کې د دغه ډول نندارتونونو لیدلو ته زرګونه نجونې او هلکان ورتلل، خو سږ کال یې د پخوا په پرتله د لیدونکو شمېر کم او نجونو ته هم د ورتګ اجازه نه وه ورکړل شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام