Asset 1SWN

پکتیا کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون پای ته ورسېد

9865a203-7923-4e9e-96ef-31d1862e9094

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسولان وایي چې د اړوند وزارت په لارښونه یې د کتاب اوونۍ تر عنوان لاندې مرکز ګردېز ښار کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ کړی و چې پای ته ورسېد.

دغه نندارتون نن شنبه د غويي ۳۰مه د پکتیا مرکز ګردېز ښار کې جوړ شوی و چې بېلابېل کتابونه په‌کې نندارې ته کېښودل شوي وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ثواب‌جان اسلمیار وایي چې له یاد نندارتون څخه یې د جوړېدو موخه مطالعې ته د ځوانانو هڅول او ټولنه کې د مطالعې دود پیاوړي کول وو.

هغه همداراز وویل چې د انټرڼت پر مټ مطالعه لامل شوې چې د کتاب لوستل کم شي او ورسره د کتابونو د پېر او پلور بازار هم پیکه شي.

هغه له ځوانانو غوښتنه وکړه چې د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست عامه کتابتون ته دې د مطالعې لپاره ورشي.

احمدالله چې د پکتیا پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي زده‌کړیال دی او د یاد نندارتون د لیدو لپاره ورغلی، سلام‌وطندار ته وايي چې اقتصادي ستونزې او نامعلوم برخلیک لامل شوي چې ځوانان له مطالعې زړه تورې شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ګردېز ښار کې د کتابونو پلورونکی محمدرضا مظلومیار بیا وایي، د کتابونو د پلور بازار یې له دې امله کم رنګه شوی چې هېواد کې د نجونو ښوونځیو او پوهنتونو تړل‌کېدو د خلکو پر ذهن منفي اغېز کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام