د حق‌ابې په اړه د ایران د ولسمشرګواښ ته غبرګونونه؛ «برید ونه کړې، موږ وېرېږو»

په دې وروستیو ورځو کې د ایران حکومتي چارواکو او د یاد هېواد د ولسي جرګې یو‌شمېر غړیو په پرله‌پسې توګه له هلمند سیند څخه د حق‌ابې په تړاو بېلابېلې څرګندونې کړي او له افغان لوري یې د دغه هېواد د حق‌ابې د تامینېدو غوښتنه کړې ده. په دې لړ کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي وروستۍ څرګندونې له جدي غبرګونونو سره مخ شوي دي.

یونېسف: روان کال به افغانستان کې څه باندې دوه میلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي

د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا (یونېسف) په تازه‌ګۍ سره ویلي، روان میلادي کال به افغانستان کې دوه میلیونه او ۳۰۰ زره ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي او له ډلې به ۸۷۵زره بېړنۍ درملنې ته اړتیا پیدا کړي.

هلمند کې یوه کس خپله مېرمن په تبر وژلې

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې یوه کس خپله مېرمن وژلې ده. پېښه بېګاه شپه د یاد ولایت موسی‌کلا ولسوالي کې رامنځته شوې.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض ویلي چې بېګاه شپه د هلمند موسی‌کلا ولسوالي د توغي کلي د «شباروز» په سيمه کې یوه مېرمن د خپل خاوند له‌خوا په تبر وهل شوې او وژل شوې ده.

برخلیک ټاکوونکې سیالۍ؛ چینای له ډیلي او لکناو له کلکتې سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن ورځ او شپه دوه لوبې کېږي چې په لومړۍ لوبه کې ډیلي کپېټلز د چینای سوپر کنګز کوربه دی او دویمه سیالي کې به لکناو سوپر جاینټز لوبډلې له کلکته نایټ‌راډرز سره ولوبېږي.