Asset 1SWN

برخلیک ټاکوونکې سیالۍ؛ چینای له ډیلي او لکناو له کلکتې سره لوبه کوي

360137

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن ورځ او شپه دوه لوبې کېږي چې په لومړۍ لوبه کې ډیلي کپېټلز د چینای سوپر کنګز کوربه دی او دویمه سیالي کې به لکناو سوپر جاینټز لوبډله له کلکته نایټ‌راډرز سره ولوبېږي.

ټاکل شوې چې د ډیلي او چینای لوبه نن له غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې د ډیلي په ارون جاېټلې لوبغالي کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دویمه سیالي چې کلکته به د لکناو پر وړاندې ولوبېږي، نن ماښام ۶:۳۰ بجې به پیل شي.

چینای سوپر کنګز او لکناو سوپر جاینټز دوه هغه لوبډلې دي چې د جدول په څلور غوره لوبډلو کې یې ځای خپل کړی دی او دواړو لوبډلو نننۍ لوبې خورا ارزښتمنې دي.

بل‌خوا ډیلي او کلکتې چې له پلې اووف پړاو پاتې دي، دغه سیالي به ورته یوازې تشریفاتي بڼه ولري. کپېټلز او چینای لوبډلې چې په وروستیو پنځو سیالیو کې سره مخ شوي، چینای درې ځلې او کپېټلز دوه ځلې بریاوې خپلې کړې دي.

بل‌خوا کلکتې نایټ‌راډرز لوبډلې تراوسه له لکناو سوپر جاینټز څخه هېڅ لوبه نه ده ګټلې او د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو دوو سیالیو کې لکناو لوبډلې بریا خپله کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یاد لیګ په بېګانۍ لوبه کې راجستان رویلز لوبډلې پنجاب کنګز په څلورو وېکټو ماته ورکړه. راجستان رویلز خپلې ټولې لوبې وکړې او په ۱۴ امتیازونو سره د جدول په پنځم ځای کې ده.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام