د اسیا کپ د څلور غوره لوبډلو پړاو ته تراوسه افغانستان، هند او سریلانکا لار پیدا کړې چې څلورمه لوبډله به یې نن د پاکستان او هانګ کانګ ترمنځ د سیالي ګټونکې لوبډله وي.

سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې بېګاه له یوې په زړه پورې سیالي وروسته بنګلدېش ته ماته ورکړه او سبا به له افغانستان سره د یاد کپ د څلور غوره لوبډلو پړاو کې لوبه وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

افغانستان له دې وړاندې په خپلو پنځو لوبو کې یوازې یوه سیالي بایللې، خو سریلانکا لوبډلې بیا په وروستیو پنځو سیالیو کې درې بایللي او دوه یې ګټلي دي. دغه سیالي به د عربي متحده اماراتو په شارجې لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په ګروپي پړاو سیالیو کې سریلانکا ته سختې ماته ورکړه او له هغه وروسته یې بنګلدېش هم مات کړ. که افغانستان په دغه سیالي کې سریلانکا لوبډلې ته ماته ورکوي، دا به دویم ځل وي چې په روان اسیا کپ کې دې لوبډلې ته ماته ورکوي.

بل‌خوا سریلانکا لوبډله به بیا هڅه کوي چې له افغانستان څخه د خپلې لومړۍ تاریخي ماتې غچ واخلي او د اسیا کپ دویم پړاو بریا سره پیل کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

افغانستان به له سبانۍ لوبې وروسته د روانې سپټمبر میاشتې په شپږمه له هند او له هغه وروسته د سپټمبر میاشتې په نهمه نېټه به د پاکستان او هانګ کانګ کرېکټ لوبډلو ترمنځ له ګټونکې لوبډلې سره ولوبېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام