د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د لوږې او بې‌وزلۍ له امله د مړینو د ګواښ زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی او د بېړنیو مرستو غوښتنه یې کړې ده.

انتیو ګوترېش له اسوشیټډپرېس خبري اژانس سره په یوې مرکه کې ویلي چې افغانستان کې د خلکو وضعیت خراب دی او اړتیا ده چې له افغانانو سره پراخې مرستې وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړې چې له افغانانو سره باید د مرستو کچه زیاته شي، ځکه د نوموړي په خبره، افغانان په یوه داسې وضعیت کې دي چې له امله یې ژوند ته د مرګ ګواښ پېښ دی او ورځ تر بلې دغه ګواښ په ډېرېدو دی.

انتیو ګوترېش په خپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان نیمايي وګړي بشري مرستو ته سخته اړتیا لري او په کار ده چې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره له دغه هېواد سره د نغدو پیسو مرستې وشي.

که څه د یوشمېر نړیوالو بنسټونو له خبرداریو وروسته په افغانستان کې له اړمنو بې‌وزله سره مرستې روانې دي او د نغدو پیسو ترڅنګ له دغو اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې کېږي، خو دغه مرستې لنډمهالې وي او د یوې لنډې مودې لپاره د اړمنو کورنیو اړتیاوې برابرولی شي.

د اسلامي امارت له راتلو وروسته په هېواد کې اقتصادي ستونزې ډېرې شوي، وزګارتیا او بې‌وزلۍ خپل اوج ته رسېدلې او د بانکو فعالیتونه ټکني شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دې لړ کې نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی، که چېرته د افغانستان اقتصاد په پښو درولو لپاره له دغه هېواد سره د نغدو پیسو مرسته ونه‌شي، اقتصاد به یې وپاشل شي او د یوه ناورین خولې ته به ور وغورځېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام