ټاکل شوې چې نن د ملګرو ملتونو دوه ادارې په افغانستان کې دننه افغانانو ته د بشري مرستو رسولو او د سیمې په یوشمېر هېوادونو کې د بې‌ځایه شویو افغان کډوالو وضعیت ته د رسېدنې په موخه خپل ګډ پلانونه اعلان کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره یا «اوچا» او د کډوالو په چارو کې د دغه سازمان عالي کمېشنرۍ به په دغه غونډه کې د ۲۸ میلیونه اړمنو افغانانو ته د مرستو رسولو په پار له خپلو شریکانو او مالي ملاتړ کوونکو څخه نږدې ۵میلیارډه ډالر مرسته وغواړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد سازمان له لوري په دې اړه په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په روان ۲۰۲۲ کال کې افغانستان کې ۲۲ میلیونو کسانو ته د بشري مرستو رسولو او د دغه هېواد په ګاونډ او د سیمې په پنځو هېوادونو کې د شاوخوا ۵.۷ میلیونه بې‌ځایه شویو افغان کډوالو او هغو ځايي مرستندویه بنسټونو ته چې له دغو بې‌ځایه شویو سره مرسته کوي، شاوخوا ۴.۴۴ میلیارډه ډالر اړتیا ده چې مرستې ورسره وشي.

په ورته مهال په خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغانان له یوه بشري ناورین سره مخ دي او د دغه هېواد نږدې نیمايي وګړي له سختې لوږې څخه کړېږي چې اړینو بېړنیو مرستو ته  اړتیا لري.

دغه سازمان همداراز ویلي چې افغانستان کې د  لومړنیو روغتیاي خدمتونو د نه‌شتون له کبله، په لسګونه زره ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي او د مړینې له ګواښ سره مخ دي.

په همدې حال کې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو دغه دوه ادارې به په یاده غونډه کې د افغانستان د بشردوستانه غبرګون پلان او د افغانستان د کډوالو د وضعیت غبرګون سیمه‌ییز پلان ته ځانګړې شوې ۴.۴۴ میلیارډه ډالره تر ننه تر ټولو لویه بشري غوښتنه ده چې غوښتل کېږي.

په همدې حال کې خبرپاڼه زیاتوي، که چېرته دغه پیسې د ملګرو ملتونو ملاتړ کوونکو له لوري ورکړل شي، نو مرستندویه بنسټونه به په روغتیا، د خوارځواکۍ درملنې، اوبو، زده‌کړو او نورو برخو کې خپلې مرستې غښتلې کړي.

له دې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي وو چې په تېر ۲۰۲۱ کال کې یې افغانستان کې د بشري ناورین څخه د مخنیوي لپاره یې یو نیم میلیارډ ډالر راټول کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

افغانستان کې اړمنو کسانو ته د مرستو راټولو په اړه دغه غونډه داسې  مهال جوړېږي چې نړیوالو بنسټونو ویلي، روان ژمي افغانستان کې د بې‌ځایه شویو او اړمنو کسانو ژوند تریخ کړی او که چېرته ورسره بېړنۍ مرستې ونه‌شي، ستر بشري ناورین به رامنځ ته شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام