ملګروملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، القاعده شبکه د اسلامي امارت تر واک لاندې خوندي مرکزونه لري او د دې شبکې غړي په ازاده توګه افغانستان کې خپل فعالیت کوي.

په راپور کې راغلي چې د اسلامي امارت په راتلو سره د القاعده شبکې مالي سرچینې پراخې شوي او اسلامي امارت له ۲۰۲۲ کال راهیسې افغانستان کې خپل واک نور هم ټینګ کړی او ۴۱ غړي یې چې د ملګروملتونو د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي، د کابینې او نورو لوړو پوستونو کې ګومارل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملګروملتونو په راپور کې اندېښنه ښودل شوې چی د اسلامي امارت د واکمنېدو راهیسې زندانونو څخه خوشې شویو کسانو کې داعشیان هم شته او افغانستان کې یې جلب او جذب زیات شوی، خو تر ۲۰۲۳ کاله به د عملیاتو وړتیا ونه‌لري.

په ورته وخت کې د چارو شنونکي وايي چې د القاعده او داعش په ګډون ټولې ډلې د امریکا او ملاتړو سره یې اړیکې لري چې د هغوی په امر فعالیت کوي او تمویلېږي.

یو‌شمېر شنونکو سلام‌وطندار ته ویلي چې د القاعده او اسلامي امارت د اړیکو په اړه د ملګروملتونو د تازه راپور په څېر راپورونه هم د امریکا په غوښتنه خپرېږي چې په دې کې ځانګړې موخې لري.

د شنونکو په وینا، امریکا غواړي په دغه ډول راپورونو سره اسلامي امارت وګواښوي چې غوښتنې یې ومني او د ناټو غړي هېوادونه د ګواښونو په اړه وېره کې واچوي، څو د دغه سازمان لپاره کار وکړي.

د چارو شنونکي عبدالواحد طاقت وویل چې د دغه ډول راپورونو په خپرېدو سره هڅه کېږي چې افغانستان کې د لاسوهنو او بیاشتون په اړه زمینه برابره شي او دا د هېواد لپاره ګواښونکی دی.

د سیاسي چارو یو بل شنونکی میربت‌خان منګل هم په دې باور دی چې امریکا او ملګري یې خپله د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او د دغه ډول راپورونو په خپرولو سره، غواړي خپلې موخې عملي کړي، خپلو استخباراتي کړنو ته مشروعیت ورکړي او پر اسلامي امارت خپلې غوښتنې ومني.

بل‌خوا اسلامي امارت تراوسه په دې برخه کې څه نه دي ویلي او د حکومت د ویاندویانو د نظر په ترلاسه کولو هم بریالي نه‌شو.

خو د سیاسي او امنیتي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي، اسلامی امارت باید لاس په کار شي، ګنې داسی راپورونه ګواښونکې پایلې لرلی شي.

نوموړی زیاته کړه چې ملګروملتونو له ثبوت پرته د القاعده او اسلامي امارت د اړیکو په اړه راپور خپور کړی او په وینا یې، داسې نه چې یوځل بیا د القاعده یا داعش تر نوم لاندې بهرنیو لاسوهنو ته زمینه برابره شي او افغانان د تېرو شلو کلونو په څېر په اور کې وسوځي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت او القاعده شبکې د اړیکو په تړاو مخکې هم ځینو امریکايي جنرالانو او سیاستوالو اندېښنې ښودلې وې چې هغه مهال د اسلامي امارت له‌خوا رد شوې وې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام