د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د اېستلو بهیر له بشپړېدو وروسته په خپله لومړۍ وینا کې د افغانستان په اړه له خپلې پرېکړې یو ځل بیا دفاع کړې او ویلي یې دي چې له افغانستان څخه وتل غوره پرېکړه وه. جو بایډن له افغانستان څخه د څه باندې ۱۲۰زره کسانو د اېستلو عملیات ستایلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بایډن په خپله وینا کې امریکایانو ته په خطاب کې ویلي، د امریکا ملي ګټې دا دي چې افغانستان د دغه هېواد پر ضد ونه کارول شي او له دغه هېواده پر امریکا برید ونه شي. د امریکا ولسمشر جو بایډن د ده پر کړنو د نیوکو په ځواب کې وویل، هوډ یې نه درلود چې وروسته له ۲۰کلونو جګړې د امریکا یو بل نسل افغانستان ته واستوي.

جو بایډن زیاته کړه چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره معامله کړې وه او سپینې ماڼې ته له ننوتلو وروسته یې دوه انتخابه پر وړاندې درلودل چې یا به یې د «طالبانو او ټرمپ هوکړې» ته غاړې کېښوده او یا به یې «جګړې ته شدت ورکاوه او افغانستان ته به یې نور سرتیري استول» چې نوموړي لومړۍ ټاکنه غوره کړه.

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي چې تمه یې درلوده د افغانستان دولت د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته دوام پیدا کړي، خو دا انګېرنه تېروتنه ثابته شوه.

په همدې حال کې د بایډن کوته‌نیوونکي نوموړی افغان متحدانو ته په خیانت، د امریکا امنیتي ګټې له ګواښ سره مخ کول او په نړۍ کې د متحده ایالاتو باور ته په زیان رسولو تورن کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا طالبانو پرون له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل یوه ستره بریا وبلله.

په همدې حال کې طالبانو ژمنه کړې، هغه کسان چې پاسپورټ او ویزې لري، له هېواده د وتلو اجازه به ورکوي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم ویلي چې طالبان باید خپلې ژمنې عملي او ورته ژمن پاتې شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام