د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي چې افغان حکومت سقوط نه کوي او له ځواکونو نیولې تر تجهیزاتو د نظام ساتنې لپاره ټول لازم ظرفیتونه لري. بایډن دا څرګندونې بېګاه په سپینه ماڼۍ کې د یوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.

هغه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ويلي چې افغان حکومت ۳۰۰ زره مجهز وسله‌وال ځواک لري او د طالب جنګیالیو شمېر هم ۷۵ زرو ته رسېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي یو ځل بیا له افغان حکومت او خلکو سره د واشنګټن پر دوامدارې هم ټینګار کړی او ویلي یې دي: «که څه هم موږ د افغانستان په نظامي ماموریت کې نه شاملېږو، خو ډیپلوماټیک او بشردوستانه کار ته به دوام ورکړو. موږ د افغان حکومت ملاتړ ته دوام ورکوو. موږ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مرستې برابروو.»


کابل کې د امریکا سفارت؛ په ۱۲ کلونو کې ۳۸ زره افغان ملکیان وژل شوي

امریکا امنیتي تړون ته له پام پرته افغانستان پرېښود

د افغانستان جګړې پر ختمولو د بایډن بیا ټينګار


د امریکا ولسمشر زیاتوي چې هېواد به یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره مالي مرستې او تجهیزات برابر کړي، خو په وینا یې، افغان سیاستوال باید سره یوموټی شي.

جو بایډن وايي، په افغانستان کې به د امریکا نظامي ماموریت د سږ زېږدیز کال د اګېسټ میاشتې په دېرشمه پای ته ورسېږي. هغه ټینګار کوي چې امریکا خپلو موخو ته رسېدلې، خو د افغانانو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بایډن وايي، امریکا د ملت‌جوړونې په موخه افغانستان ته نه وه تللې. هغه ټینګار کوي چې امریکا د اړتیا پر مهال له لرې هم د بیړني اقدام وړتیا لري. د امریکا ولسمشر د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پر طالبانو باور لري؟ وویل، «نه»؟

جو بایډن وايي، افغانان د خپل حکومت د ساتنې وړتیا لري او په خبره یې، «پوښتنه دا ده چې ایا هغوی به دا کار وکړي؟»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د نېټې له اعلان وروسته په هېواد کې جګړې ته زور ورکړی او په ځینو ولایتونو کې یې یوشمېر ولسوالۍ هم نیولې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام