نږدې یوه میاشت کېږي چې وسله‌والوطالبانو د بغلان ولایت اړوند د نهرین ولسوالي پر مرکز بریدونه پیل کړي چې یوازې د دغه ولسوالي ودانۍ او د پولیسو قومندانۍ د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي او پاتې نورو سیمو باندې وسله‌والو طالبانو ولکه خپله کړې ده.

وسله‌والو طالبانو له دغه ولسوالي څخه پلخمري ښار ته تللې ټولې لارې ویجاړې او په ځینو برخو کې تړلي دي چې ورسره یې د نهرین ولسوالي ته څېرمه په پنځو نورو ولسوالیو کې یې هم جګړې ته زور ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بغلان د ولایتي شورا منشي محمد‌حنیف ګهکدای وایي، له نږدې یوې میاشتې راهیسې نهرین ولسوالي د طالبانو له لوري تر کلابندۍ لاندې ده او دغې ولسوالي ته څېرمه د پنځو نورو ولسوالیو لارې هم تړل شوي او د وسله‌والو تر کلابندۍ لاندې دي.

د نوموړي په وینا، د بغلان محلي چارواکي د نهرین ولسوالي ته د متوجه ګواښونو په اړه چوپتیا خپله کړې او د دې ولسوالي د امنیتي ستونزو د هواري په اړه څه نه وايي.

د نهرین ولسوالي یو قومي مشر ارباب موسی وایي، د جګړې له پیل سره سم، د دغه ولسوالي بازار تړل شوی چې اوس خلک د خوراکې توکو له کمښت سره مخ دي او که چیرته دا وضعیت دوام وکړي، نو په دغه ولسوالي کې به لوی ناورین رامنځ ته شي.

یو‌شمېرمدني فعالان وایي چې د دې لویې لارې د تړلکېدو له امله خلک نه شي کولای چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د خپلو خپلوانو د وژل شویو سرتېرو مړي کلیو او خپلو سیمو ته ولږدوي.

په ورته مهال په شمال ختیځ کې د ۲۱۷پامیر قول اردو قومندان عباس توکلي وایي چې په دې ولایت کې  د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې د دوی عملیات روان دي او ډېر ژر به دغه لویه لار د طالبانو له شتون څخه پاکه کړي.



 د نهرین ولسوالي د لویې لارې له تړلکېدو سره هم‌مهاله، اوس د بورکې ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې او د ګذرګاه نور ولسوالي ودانۍ، د جلګې او د خوست او فرنګ ولسوالۍ یو‌شمېر سیمې د حکومتي ځواکونو ترکنټرول لاندې دي او د دې ولسوالیو پاتې نورې سیمې د وسله‌والو طالبانو له لوري نیول شوي چې دا مهال یې لویې لارې هم تړلي دي.

په همدې حال کې وسله‌والو طالبانو بېګاه شپه د جلګې ولسوالي امنیه قومندان او همداراز د بورکې ولسوالي سرپرست امنیه قومندان له شپږو سرتېرو سره وژلي او ۱۰سرتيري ټپیان شوي دي چې درې سرتيري لا تراوسه ورک دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام