اوچا: افغانستان د سوېلي اسیا لومړی او د نړۍ دویم هېواد دی چې ډېر کورني بې‌ځایه شوي لري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا پرون پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې افغانستان په سوېلي اسیا کې د کورنیو بې‌ځایه شویو له اړخه لومړی او په نړۍ کې دویم هېواد دی.
د دغه راپور په یوه برخه کې لیکل شوي چې اوس د هرو اوو افغانانو له ډلې یو یې په کور دننه بې‌ځایه شوی او په ټول هېواد کې یې شمېر ۶،۳ میلیونه کسانو ته رسېږي.

انټونیو ګوټرېش: نړۍ د ملکیانو په ساتنه کې پاتې راغلې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د سه‌شنبې په ورځ یوه ویناپاڼه کې ویلي چې نړۍ د جګړو پر مهال د ملکي وګړو په ساتنه کې پاتې راغلې ده.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۲ کال پر مهال په ټوله نړۍ کې د ۱۲ جګړو په پایله کې شاوخوا ۱۷ زره ملکي وګړي وژل شوي او میلیونونه نور بې‌ځایه شوي دي.

هلمند کې تېرو جګړو او وچکالۍ ۶۵ سلنه باغونه له منځه وړي

حاجي غلام‌رحیم د هلمند ولایت د موسی‌کلا ولسوالي د کلاب کارېز اوسېدونکی دی. هغه وايي چې د تېرو جګړو او وچکالیو له کبله یې ګڼ‌شمېر باغونه زیامن یا له منځه تللي دي. په همدې حال کې د هلمند د نوزاد ولسوالي اوسېدونکی محمد بیا وايي، د له منځه تللو باغونو د بېرته زرغونولو په موخه ورسره چا همکاري نه‌ده کړې.

د اروايي روغتیا نړیواله ورځ؛ هرو دوو افغانانو کې یو یې له سختو اروايي ستونزو کړېږي

افغانان له څه باندې څلورو لسیزو راهیسې له جګړو او تاوتریخوالي سره لاس او ګرېوان دي. که دغه وضعیت له یوې خوا خلکو ته بې‌ساري سیاسي او اقتصادي زیانونه اړولي، بله‌خوا یې له روحي او اروايي اړخه هم سخت ځپلي دي. د روغتیا وزارت د پلان او پالیسي مرستیال محمدحسن غیاثي وايي چې د هرو دوو افغانانو له ډلې یو یې له سختو اروايي ستونزو کړېږي.

ولسمشر غني له داخلي بې‌ځایه شویو سره ۴۰میلیونه افغانۍ مرسته کوي

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي چې ولسمشر محمداشرف غني د جګړې له امله بې‌ځایه شویو سره ۴۰میلیونه افغانۍ مرسته کوي. په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني دغه مرسته نن په ارګ کې د کورنیو بې‌ځایه شویو ته د رسېدنې په اړه جوړه شوې غونډه کې اعلان کړې ده.

کابل کې د ولایتونو بې‌ځایه شوي د مرستو پر ناانډول وېش نیوکه کوي

په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو له امله، سلګونه کورونه ویجاړ او زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوي دي. دغه بې‌ځایه شوي چې ډېر‌شمېر یې کابل ته راغلي اوس مهال د دغه ښار په سرای شمالي او نوي ښار سیمو کې په خراب وضعیت کې شپې او ورځې تېروي.

عمرخوړلی عبدالمالک چې جګړې ړوند او بیا بې‌کوره کړ

عمرخوړلی عبدالمالک چې څېرې یې له غم او درده ګونځې کړي او جګړې له کندوزه کابل ته را کډه کړی وايي، څه موده وړاندې یې پر کور یو ړوند راکېټ ولګېد چې له کبله یې سترګې ړندې او کور یې هم ویجاړ شو. عبدالمالک اوس له کورنۍ سره د کابل په سرای‌شمالي کې د سړک پر سر اوسېږي او له درد او بې‌وسۍ ډکې شپې او ورځې تېروي.

د بدخشان مرکز فیض‌اباد ښار د طالبانو لاس ته لوېدلی

په بدخشان ولایت کې محلي سرچینې وایي چې د بدخشان کشم او فرخار ولسوالۍ ته د امنیتي ځواکونو له شاتګ وروسته وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت مرکز فیض‌اباد ښار نیولی دی. په همدې حال کې وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت د ولایت مقام، امنیه قومندانۍ او د ملي اردو د مرکز له نیولو وروسته د بدخشان ولایت زندان هم نیولی او ټول بندیان یې ترې ازاد کړي دي.

په کندهار، هلمند او هرات ولایتونو کې جګړه لا هم دوام لري

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي غلام‌ولي افغان سلام‌وطندار ته ویلي چې په مرکز لښکرګاه کې امنیتي وضعیت ترینګلی دی او له کبله یې زرګونه کورنۍ بندې پاتې دي.
د نوموړي په وینا، اوس د هلمند پر امنیې قومانداني، ولایت مقام، محبس او ملي امنیت ریاست سخته جګړه روانه ده چې ملکیانو ته هم په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۷ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي

د راپورونو پر اساس له تېرو څلیرویشت ساعتونو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر امنیتي پوستو او مرکزونو د وسله‌والو طالبانو د بریدونو له امله دغې ډلې د بدخشان کشم، تګاب، وردوج، درایم، یفتل پایین، تیشکان او شهرک ولسوالیو سربېره د تخار ولایت کلفګان ولسوالي هم نیولي دي.

حمدالله محب له خپل روسي سیال سره لیدلي

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب روسیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار نیکولای پاتروشیف سره لیدلي دي. د ملي امنیت شورا دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه لیدنه چې نن ترسره شوې، دواړو لوریو په سیمه کې د ګډو امنیتي موخو د تقویت او ملاتړ لپاره د چمتووالي خبر ورکړی دی. دواړو لوریو په دې لیدنه کې د سولې په بین الافغاني خبرو او له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې هم خبرې اترې کړي دي.