په شمال او شمال  ختیځو ولایتونو کې د جګړو له امله کابل ته بې‌ځایه شوې کورنۍ د حکومت او مرستندویه بنسټونو له لوري د مرستو پر وېش نیوکه کوي. دوی وایي، هغه لږ مرستې چې د حکومت او یا هم د مرستندویه بنسټونو له لوري له دوی سره کېږي، په ناانډ‌وله توګه وېشل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

۳۵کلن تازه‌خان د کندوز ولایت اصلي اوسېدونکی دی او درې ورځې وړاندې د طالبانو له لوري د دغه ولایت تر نیول وروسته کابل ته رابې‌ځایه شوی. هغه وایي، د سیمې اوسېدونکو بې‌ځایه شویو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي برابر کړي، خو حکومت تراوسه ورسره مرسته نه ده کړې.

د هغه په خبره، د سرای شمالي په پارک کې د کابل یو‌شمېر اوسېدونکي هم شته چې د بې‌ځایه شویو له نوم څخه ګټه پورته کوي.

په ورته مهال مېرمن حمیرا  چې له تخار ولایت څخه کابل ته بې‌ځایه شوې وایي، یوازې یوه بنسټ ورسره د خیمې مرسته کړې او تراوسه ورسره نه هم حکومت او نه هم نورو بنسټونو د خوراکي او نورو توکو مرسته کړې.

نوموړې زیاتوي چې د ولسي جرګې ځینې استازي راځي او د مرستې په پلمه له بې‌ځایه شویو سره فېسبوکي تصویرونه اخلي، خو تراوسه یې د بې‌ځایه شویو لاسنوی نه دی کړی.

د بغلان ولایت د وزیرآباد کلي اوسېدونکی محمد ظاهر وايي، په سیمه کې یې د جګړې د دېرېدو له امله اړ شوی چې خپل کور پرېږدي او کابل ته بې‌ځایه شي.

نوموړی پر حکومت او مرستندویه بنسټونو نیوکه کوي چې تراوسه یې له بې‌ځایه شویو سره مرستې نه دي کړي او وایي، هغه مرستې چې د سیمې خلکو له‌خوا کېږي، په منظم او انډولیز ډول نه وېشل کېږي.



هغه وویل: «درې ورځې کېږي چې مونږ د جګړو له امله له بغلان څخه کابل ته راغلي یو، تراوسه یې یوه خېمه راکړې. هغه کسان چې له بغلان څخه راغلي مونږ یې پېژنو او هغه چې له کابل څخه راغلي او دلته ژوند کوي، مونږ یې نه پېژنو.»

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي وايي، د بې‌‌ځایو شویو شمېر د ډېروالي له امله وضعیت داسې دی چې په مرستو کې انډول په پام کې نه نیول کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د عظیمي په خبره، په وروستیو دوه میاشتو کې شاوخوا ۱۷۰۰۰کورنۍ د جګړو له امله کابل ته رابې‌ځایه شوي دي.

«دغو بې‌ځایه شویو ته مو خوراکي توکي، اوبه، خېمې او سیار تشنابونه چمتو کړي. له بده مرغه په دوی کې توپیر نه کېږي، ځکه ګڼ‌شمېر یې تذکرې نه لري او دوو سیمو ته مو د دوی د لېږد لړۍ پیل کړې، یوه یې په ده‌‌سبز چې هلته مو ودانۍ ورته نیولي او بل هم په شکر‌دره کې دی او په دې اړه مو له ولسوالانو او والي سره خبرې کړي.»

په شمال او شمال ختیځ ولایتونو کې د جګړې د ډېروالي له امله ګڼ‌شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ کابل ته راغلي چې تراوسه ورسره په لازمه توګه مرستې نه دي شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام