د معلوماتو او احصاییې ملي ادارې یوې اعلامیه کې ویلي، د سترې محکمې د پرېکړې له مخې برېښنايي پېژندپاڼو کې د نورو ډېرو قومونو نومونه هم ثبتېدلی شي چې دغه کار له غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د ټولنيزو شبکو يو شمېر کاروونکي وايي، د قومونو په دې نوملړ کې تاجک، هزاره او اوزبک په ډېرو برخو وېشل شوي، په داسې حال کې چې پښتون په ډېرو برخو نه دی وېشل شوی او يوازې د «پښتون» په نوم راغلی دی.

شاعر او ليکوال یعقوب یسنا سلام‌وطندار ته وايي، هزاره دی او د نېک‌پی قبيلې دی؛ خو د معلوماتو او احصاییې ملي ادارې په وېشنه کې نېک‌پی يو خپلواک قوم ياد شوی دی.

یسنا وايي، د نوموړي قبيلې هېڅکله هم ادعا نه ده کړې چې «نېک‌پی» يو قوم دی، دوی هر وخت ځان هزاره ښودلی او په کاغذي پېژندپاڼو کې يې هم قوم «هزاره» ليکل شوی دی.

د نوموړي په وينا، په دې نوملړ کې د هزاره مېشتو يو شمېر سيمې هم د قوم په نوم يادې شوې دي. یسنا زياتوي، د قومونو په ياد نوملړ کې د کوچيانو هېڅ يادونه نه ده شوې، په داسې حال کې چې کوچيان نور سياسي، اقتصادي او فرهنګي قومي امتيازات اخلي، د هېواد په قوانينو کې په خپلواک قوم ياد شوي او پارلمان کې هم د نفوس له مخې ورته څوکۍ ورکړل شوې دي؛ خو د معلوماتو او احصاییې ملي ادارې په نوملړ کې يې د دوی هېڅ يادونه نه ده شوې.

د اسټراليا په ديکين پوهنتون کې د افغانستان د مسايلو کارپوه عباس فراسو پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، د اشرف غني په حکومت کې د خلکو پر وړاندې توطيه پر ستراتیژۍ بدله شوې ده.

د ټولنيزو شبکو د يو شمېر کاروونکيو په باور، پر وړو قومونو د لویو قومونه وېشل، د ملت جوړونې بهير پڅ او ناممکنوي.

دوی وايي، په دوحه، مسکو او استانبول کې به د سولې هېڅ ناسته بريالۍ نه وي چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي، ځکه چې د دغو جګړو ريښه د يو شمېر هېوادوالو او سياسيونو په ذهنونو کې ده. د دوی په باور، يو شمېر سیاسون هڅه کوي په هر ډول شرایطو کې نفاق خپور کړي او د دې نفاقونو پر وړاندې د دوحې په څېر ناستې نه‌شي کولی ځواب ويونکې اوسي.

په ورته وخت کې هېوادوال وايي، که په پېژندپاڼو کې ورته قوم او هويت وليکل شي يا نه مهمه نه ده، بس امنيت او کار غواړي.

د کابل ښار يو دوکاندار شبیراحمد وايي، تاجک دی او هېڅکله يې په پېژندپانه کې ورته  د تاجک قوم اوبه او ډوډۍ نه ده ورکړې او توپير هم نه ورته کوي. نوموړی وايي، هغه وخت کې کار او امنيت ولري، قوميت ورته هېڅ مهم نه دی.

د معلوماتو او احصاییې ملي ادارې په داسې حال کې د هېواد قومونه پر ۷۱ قومونو وېشلي چې په اساسي قانون کې يوازې ۱۴ قومونه په رسمي توګه ثبت شوي دي او نورې قبيلې او واړه کلي په يادو ۱۴ قومونو کې شمېرل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام