Asset 1SWN

د الکټرونيکي پېژندپاڼو پر سر د ارګ او ولسي جرګې تقابل

Fazli-oxmb6zjzpfw1rp49m1ulu5m6xoclenppttuglsh7ro

د چارو د ادارې رييس فضل‌محمود فضلي د ولسي جرګې له لوري د الکټرونيکي پېژندپاڼو د تعدیل د طرحې د  تاييد غبرګون کې ويلي چې د الکټرونيکي پېژندپاڼو په اړه هېڅ تغیر، تعدیل او تعلیق نشته.

فضلي پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې د ولسي جرګې له پرېکړې سره هېڅ ډول قانون نه دی تعديل شوی او د الکټرونيکې پېژندپاڼو په اړه هېڅ تغیر، تعدیل او تعلیق منځته نه دی راغلی.

نوموړی زياتوي، د برېښنايي پېژندپاڼو وېش د پخوا په څېر دوام لري او هېوادوال کولای شي په اړوندو ادارو کې تذکرې واخلي.

د ولسي جرګې يو شمېر غړيو د پرون ورځې په عمومي غونډه کې د الکټرونيکي پېژندپاڼو د تعدیل طرحه تاييد کړه.

په دې طرحه کې چې شاوخوا ۶۰ وکيلانو لاسليکونه کړي وو، وړانديز شوې ده چې د دولتي کار کوونکيو، متقاعدینو، معلولانو او د شهیدانو د کورنیو معاشونه او حقوق د پخوانۍ کاغذي تذکرې له مخې ورکړل شي.

د دې طرحې دویمه برخه کې همدا شان ویل شوي چې په الکټرونیکي پېژندپاڼو کې به نوم، د پلار نوم، د نیکه نوم، د زېږیدو ځای، د زېږیدو نېټه، اصلي او اوسني د اوسېدو ځایونه په پښتو او دري وليکل شي او د انکليسي متن به هم د پښتو او دري په شان وي.

د دې طرحې له مخې به د پېژندپاڼو د وېش بهیر د نوې طرحې تر اجرايي کدو پورې ځنډول کېږي.

د نوې طرحې له مخې به همداراز په پېژندپاڼو کې د افغان کلمه، د دین او د قوم نومونه هم نه لیکل کېږي.

د يادولو ده چې له دې وړاندې حکومت ويلي و تر هغه چې دولتي کارکوونکيو الکټرونيکي پېژندپاڼې نه وي اخيستې، معاشونه نه ورکول کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام