د اسراییلو پوځ وايي چې د لبنان په سوېل کې د یوه برید پرمهال د دوی دوه سرتېري ټپیان شوي دي. د پوځ د معلوماتو له مخې، دغه پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوې چې دوو وسلهوالو کسانو په یوه کلي کې پر پوځیانو برید وکړ.
پوځ زیاتوي چې په نښته کې یو بریدکوونکی وژل شوی او بل ژوندی نیول شوی دی. ټپیان شوي سرتېري د درملنې لپاره سمدستي روغتون ته لېږدول شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه پېښه په داسې حال کې شوې چې په وروستیو میاشتو کې د لبنان په سوېلي سیمو کې د اسراییلي ځواکونو او وسلهوالو ډلو ترمنځ نښتې زیاتې شوي او وخت ناوخت دواړو خواوو ته مرګژوبله اوړي.