په دې راپور کې یوشمېر مېرمنو سلاموطندار سره د مرکو پرمهال ویلي چې ټولنیز محدودیتونه په حضوري بڼه ښوونیزو موادو ته د دوی لاسرسی له ستونزو سره مخ کړی او په انلاین بڼه خپلو زدهکړو ته دوام ورکوي.
له ۳۲ مېرمنو سره د خبرو پرمهال موندل شوې چې ۲۶ یې په انلاین بڼه خپلو زدهکړو ته دوام ورکوي. شپږ بیا کتابتون او ښوونیزو سرچینو ته په حضوري توګه لاسرسی لري. لس نورې بیا دواړو حضوري او انلاین ته لاسرسی لري.
دغه ښځې د بدخشان، هلمند، بلخ او کابل ولایتونو اوسېدونکې دي. هغوی وایي چې د حضوري کتابتونونو محدود لاسرسی دې ته اړ کړي چې ډېری یې له انلاین او ډیجیټلي سرچینو څخه استفاده وکړي.
۱۶ کلنه بهاره او نازنین نظري چې ۲۳کلنه او د کابل اوسېدونکې دي، وایي: «زه حضوري کتابتونونو ته لاسرسی نه لرم، یوازې آنلاین سرچینو ته لاسرسی لرم. زیاتره له انټرنېټ، تعلیمي ویډیوګانو، PDF کتابونو او آنلاین کورسونو څخه د زدهکړې لپاره استفاده کوم.»
نازنین نطري وايي: «نه، زه حضوري کتابتون ته لاسرسی نه لرم، زما زیاتره تعلیمي سرچینې د انټرنېټ له لارې دي.»
له بلخوا، حوریا جنتي چې ۱۷کاله عمر لري او د کابل اوسېدونکې ده، وایي چې سره له دې چې دواړو سرچینو ته لاسرسی لري، خو انټرنېټ ورته اسانه لاره ښکاري: «زه حضوري او آنلاین دواړو کتابتونونو ته لاسرسی لرم او کولای شم له دواړو لارې هغه کتابونه پیدا کړم چې غواړم. آنلاین کتابتونونه تل زما په لاسرس کې وي، خو حضوري کتابتون ته شاید له یوې میاشتې وروسته لاړ شم، ځکه اکثره له خپلو موجوده کتابونو استفاده کوم.»
۱۹کلنه فاطمه درهصوفي د مزارشریف اوسېدونکې ده. هغه وایي: «زه حضوري او آنلاین دواړو کتابتونونو ته لاسرسی لرم. دا زما په علاقه پورې اړه لري چې په میاشت کې څو ځله کتابتون ته ځم. که حضوري لاسرسی نه وي، نو زه شخصاً آنلاین استفاده کوم.»
له بلخوا ۱۸کلنه صفیه او ۲۴کلنه ژمنه ویاړ د کابل اوسېدونکې دي. دوی وایي چې د حضوري زدهکړیزو سرچینو ته د دوی لاسرسی له ټولنیزو، اقتصادي او کورنیو ستونزو سره مخ دی، چې له امله یې کتابتونونو ته تګ ورته ستونزمن شوی دی.
صفیه وايي: «ځینې وخت محدودیتونه وي، لکه د نجونو لپاره بهر ته تګ تل اسانه نه وي، کورنۍ اندېښمنې وي یا د امنیت له امله اجازه نه ورکوي. وضعیت ډېر ښه نه دی، امکانات کم دي او کتابتونونو ته لاسرسی محدود دی.»
ژمنه ویاړ وايي: «ټولنیزې ستونزې شته، یو دا چې د کتاب لوستلو فرهنګ په ټولنه کې کم دی. همدارنګه کورنۍ اکثره نجونو ته اجازه نه ورکوي چې کتابتونونو ته لاړې شي یا کتابونه واخلي.»
د ښوونې برخې کارپوهان ټینګار کوي چې د کتابتونونو او مطالعې ارزښت هغه وخت معنا پیدا کوي چې لومړی د ښځو لپاره د زدهکړې اساسي زمینه برابره شي. د هغوی په باور، د نجونو رسمي زدهکړې ته محدود لاسرسی د زدهکړې پر ټولو وروستیو پړاوونو، له مطالعې نیولې تر کتابتونونو پورې، مستقیم اغېز لري.
د پوهنتون استاد او ښوونیزکارپوه وحیدالله غرواال وایي: «لومړی باید په ټولنه کې د ښځو او نجونو لپاره د زدهکړې زمینه برابره شي، ښوونځي او پوهنتونونه دې د هغوی پر مخ پرانیستي وي، وروسته بیا د مطالعې او د ښځو په ژوند کې د کتاب د رول په اړه خبرې وشي.»
د ټولنپوهانو په باور، د ښځو لاسرسی کتابتونونو ته یوازې تعلیمي موضوع نه ده، بلکې له ټولنیز پوهاوي او د ټولنې له مشارکت سره مستقیم تړاو لري. هغوی باور لري چې په دې برخه کې محدودیتونه کولای شي پراخ ټولنیز اغېز ولري.
ټولنپوه عبدالسلام هاشمي وایي: «د ښځو لاسرسی کتابتونونو ته د فکري او تعلیمي ودې لپاره ډېر مهم او کلیدي رول لري. کله چې ښځې علمي او فرهنګي سرچینو ته لاسرسی ولري، د هغوی د پوهاوي کچه لوړېږي او کولای شي د راتلونکي نسل په روزنه، د کورنۍ په تصمیمونو او ټولنیز مشارکت کې اغېزمن رول ولوبوي. په اصل کې د ښځو تعلیم د ټولنې له دوامداره پرمختګ سره مستقیم تړاو لري.»
هغه زیاتوي چې ټولنیز عوامل لکه دودیز لیدلوري، کورنۍ محدودیتونه، ناامني او د امکاناتو نشتوالی د ښځو د کتابتونونو پر لاسرسي لوی خنډونه دي، او دا وضعیت کولای شي ټولنیزه نابرابري زیاته کړي.
په ورته مهال ارواپوهان هم د مطالعې پر مستقیمو اغېزو، د انسان پر رواني روغتیا، انګېزې او فردي ودې ټینګار کوي.
ارواپوه زهرا قیومي وایي: «کتاب لوستل یا مطالعه په عمومي ډول د زدهکړې لپاره داسې فعالیت دی چې زموږ پر روحیه او انګېزه بېحده مثبت اغېز لري. کله چې موږ کتاب لولو، زموږ پوهاوی د ځان، خپل شخصیت، ټولنې او نړۍ په اړه زیاتېږي، او دا موږ ته انګېزه راکوي؛ د زدهکړې لپاره انګېزه، د زدهکړې لپاره مینه او حتی د ژوند لپاره انګېزه زیاتوي.»
په دې راپور کې هڅه شوې وه چې د کتابتونونو او کتابپلورنځیو د مسوولانو نظر هم واخیستل شي، څو د ښځو د حضوري سرچینو ته د لاسرسي وضعیت وڅېړل شي، خو د ډېری کتابتونونو مسوولانو له معلوماتو ورکولو یا مرکو کولو ډډه وکړه او ځینو کتابپلورنځیو هم د پوښتنو ځوابولو ته چمتووالی ونه ښود.
د ښځوحقونو فعالان بیا د ښځو د کتاب او کتابتونونو د لاسرسي محدودول د اوږدمهاله منفي پایلو لامل بولي او دا د ښځو د راتلونکو فرصتونو د کمېدو او د ټولنیز مقام د کمزوريکېدو عامل ګڼي.
د ښځوحقونو فعاله اینور اوزبیک وایي: «د ښځو د کتاب او کتابتونونو محدود لاسرسی په اوږدمهال کې منفي اغېزې لري. ښځې په افغانستان کې نه یوازې له علم او پوهې بېبرخې کېږي، بلکې له روښانه او ښه راتلونکي هم محرومې پاتې کېږي. کله چې یوه نجلۍ کتاب لوستل یا کتابتون ته تګ ونه شي کولی، نو دا د هغې پر فکري خپلواکۍ مستقیم اغېز کوي.»
د وروستیو کلونو پرمهال په افغانستان کې د نجونو پر رسمي زدهکړو محدودیتونو له امله د آنلاین زدهکړو کارول زیات شوي دي.
ډېرې ښځې د زدهکړې د دوام لپاره انټرنېټ، ډیجیټلي کتابونو او آنلاین کورسونو ته مخه کړې ده؛ خو د انټرنېټ کمزوري، لوړ لګښتونه او ټولنیز خنډونه د دې لامل شوي چې دا لاسرسی د ټولو ښځو لپاره یو شان نه وي.
همدارنګه د فعالو کتابتونونو کمښت د حضوري زدهکړې فرصتونه نور هم له ننګونو سره مخ کړي دي.