د زدهکړو د دوام لپاره ۸ ولایتونو څخه کابل ته راغلو ۲۰ زدهکړیالانو سره د سلاموطندار د خبرو پایلې ښيي چې اقتصادي ستونزې یې له اساسي ننګونو څخه دي.
له مرکه شویو څخه ۷ یې په خصوصي پوهنتونونو کې زدهکړې کوي او په شخصي خونو کې اوسېږي، دوی د کوټو د کرایې او د برښنا د بیل له زیاتوالي شکایت لري.
۱۳ نور زدهکړیالان په دولتي پوهنتونونو او دولتي لیلیو کې اوسېږي چې دوی هم وايي، د خپلو تعلیمي او بنسټیزو اړتیاوو د برابرولو لپاره له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
اخوا، ټولو مرکه شویو د روغتیايي ستونزو، د برښنا او اوبو د کمښت، د شخصي حریم نشتوالي، په خونو کې د ګڼې ګوڼې او د مطالعې لپاره د ذهني ارامښت د نشتوالي له امله شکایت کړی.
دا ځوانان د ژورنالېزم، معالجوي طب، کمپیوټر ساینس، فارمسي او انجینرۍ په څانګو کې د لیسانس په کچه زدهکړې کوي.
د بدخشان اوسېدونکی محمد نسیم نوري او د فاریاب ۱۹ کلن فرزام بشیر چې دواړه د معالجوي طب زدهکړیالان دي، د لیلیو د لوړو لګښتونو له کبله شکایت لري.
«زمونږ میاشتنی لګښت شاوخوا ۷ زره افغانۍ کېږي. زموږ د برښنا حساب یې له استوګنیز څخه سوداګریز ته اړولی، حتا یو ځل یې غوښتل چې موږ له دې ځایه وباسي. موږ د بلې خونې په لټه کې شو، خو خونه مو پیدا نه کړه، بیا د کور د څښتن له لوري د کرایې په لوړېدو سره بېرته همدلته پاتې شو او ژوند کوو.»
«لګښتونه ډېر لوړ دي. که څه هم په یوه خونه کې زموږ شمېر ډېر دی، خو بیا هم ورکول یې ډېر ستونزمن دي، له یوې خوا کرایه، له بلې خوا د برښنا پیسې او بل طرف زموږ خپل لګښتونه. کله چې کتاب یا بل څه اخلو. زه د زدهکړو ترڅنګ کار هم کوم، څو دومره عاید ترلاسه کړم چې خپل لګښتونه پرې برابر کړم.»
د لوګر اوسېدونکی ۲۳ کلن احمد چې د معالجوي طب زدهکړیال دی او د جوزجان اوسېدونکی ۲۴ کلن سید بصیر سادات چې د ژورنالیزم پوهنځي زدهکړیال دی، دواړه د فراغت په پړاو کې دي.
دوی ټینګار کوي چې په لیلیه کې ژوند ستونزمن دی.
د هغوی په وینا، د شخصي حریم نه مراعتولو، ناسم روغتیايي وضعیت او د اوبو او برښنا کمښت په څېر ننګونو سره مخ دي.
«کله چې لیلیې ته راغلم، ستونزې مې درلودې، په یوه خونه کې لس تنه وو، ارام نه وو، زموږ شخصي حریم نه مراعت کېده او شخصي وسایل مو شریک وو. له روغتیايي پلوه هم ځینې ستونزې وې، د بېلګې په توګه، د حمامونو وضعیت ښه نه وو، ځینې وختونه د اوبو رسولو سیستم خرابېده او اوبه نه وې. همدا لاملونه وو چې انسان یې ځوروه.»
«د کابل پوهنتون په مرکزي لیلیه کې مې دوه کاله تېر کړل، چې نږدې اته یا نهه تنه په یوه خونه کې وو. د روغتیا، خوړو او شخصي حریم وضعیت هېڅ مناسب نه وو او رښتیا هم ګڼ، ستونزو سره مو ژوند کاوه.»
دې سره، دغه زدهکړیالان وایي چې د خپلو زدهکړو د دوام او د راتلونکي جوړولو لپاره له ټولو ستونزو سره سره، ننګونې مني او هیله لري چې خپلو موخو ته ورسېږي.
د غور اوسېدونکی ۲۲ کلن مختار دانش چې د البیروني خصوصي پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي زدهکړیال دی وایي:
«هغه څه چې زه یې اړ کړی چې دا لرېوالی ومنم، زما انګېزه ده. هغه دلیل چې ما ته هیله راکوي او هڅوي مې چې دلته زدهکړې وکړم، زما د خوښې رشته او زما د خوښې پوهنتون دی چې همدلته زدهکړه وکړم.»
همداراز، د تخار اوسېدونکی ۲۳ کلن پرویز قادري د معالجوي طب پوهنځي زدهکړیال دی او وایي، هېڅوک له هڅې پرته بریا ته نه رسېږي او همدا باور دی هڅولی چې په لوړې انګېزې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
«کله چې بریالیو خلکو تېر ته ګورو، هغه کسان چې بریالي شوي، رښتیا هم ډېرې سختۍ یې ګاللي، هېڅوک له هڅې او زحمت پرته کوم ځای ته نه رسېږي. دا راته ډېره انګېزه راکوي چې لا ډېر هڅه وکړم، زدهکړه وکړم او یو ځای ته ورسېږم.»
په همدې حال کې، کابل کې د ۷ خصوصي لیلیو مسوول انجنیر قدرتالله صدیق وایي، ځوانان نه یوازې د لیسانس دورې لپاره، بلکې د کانکور ازموینې د چمتووالي لپاره هم له بېلابېلو ولایتونو کابل ته راځي او په خصوصي لیلیو کې اوسېږي:
«دامهال زموږ په لیلیو کې له ۴۵۰ تر ۵۰۰ پورې ځوانان اوسېږي او ډېری یې له لرې پرتو ولایتونو لکه جوزجان، فاریاب، بلخ، هلمند، فراه، بدخشان، هرات، غور او بامیان څخه دي. په لیلیو کې د شخصي خونو په پرتله شمېر زیات دی، د کانکور ازموینې د چمتووالي، د اکزیت ازموینې، تخصصي دورې او ستاژ لپاره کابل ته راځي.»
د پوهنې برخې کارپوه محبالله موحد د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه کابل ته د ځوانانو تحصیلي کډوالۍ د هغوی د راتلونکې جوړولو لپاره یو فرصت بولي:
«له دې امله چې افغانستان له اقتصادي پلوه په ټیټ وضعیت کې دی او په لرې پرتو سیمو کې لازم امکانات نه شته، نو کابل ته د ځوانانو کډوالۍ د علمي ودې او غوره اسانتیاوو ته د لاسرسي لپاره یو مهم فرصت بلل کېږي، خو له دې فرصتونو سره سره، له کورنۍ څخه لرېوالی، اقتصادي ستونزې او رواني فشارونه هم رامنځته کوي.»
کابل ته د ځوانانو تحصیلي کډوالي د دې ښکارندويي کوي چې هغوی د غوره تعلیمي فرصتونو د ترلاسه کولو او د خپلو علمي هیلو د پوره کولو لپاره هڅه کوي.
ډېری یې د کورنۍ له لرېوالي سره سره، د ودې او پرمختګ لپاره نوې لاره ټاکي.
که څه هم په لیلیو او مشخصو خونو کې ژوند له ځینو ستونزو سره مل دی، خو دغه ننګونې د دوی د هڅو او انګېزې مخه نه شي نیولی او دا بهیر د ځوانانو د پیاوړې ارادې څرګندونه کوي چې غواړي روښانه راتلونکی جوړ کړي.