د زده‌کړو لپاره کابل ته د ځوانانو راتګ؛ د هیلو ترڅنګ ننګونې

د زده‌کړو د دوام لپاره ۸ ولایتونو څخه کابل ته راغلو ۲۰ زده‌کړیالانو سره د سلام‌وطندار د خبرو پایلې ښيي چې اقتصادي ستونزې یې له اساسي ننګونو څخه دي.

له مرکه شویو څخه ۷ یې په خصوصي پوهنتونونو کې زده‌کړې کوي او په شخصي خونو کې اوسېږي، دوی د کوټو د کرایې او د برښنا د بیل له زیاتوالي شکایت لري.

ټرمپ او نتن‌یاهو د ایران په اړه ټیلیفوني خبرې کړي

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ایران په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي. هغه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې له ټرمپ سره په بشپړه همغږۍ د تهران پر ضد د فشار د زیاتولو هڅې کوي.

اسراییل: ایران به د «ډبرې دورې ته» وروګرځوو

د منځني ختیځ روان کړکېچ یو ځل بیا تود شوی او د سیمې د امنیت ترڅنګ یې نړیوال اقتصاد هم تر فشار لاندې راوستی دی.

په همدې لړ کې، د اسراییلو د دفاع وزیر اسراییل کاتز «Israel Katz » ایران ته په سختو ټکو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې که جګړه پراخه شي، هېواد یې کولی شي ایران «د ډبرې دورې ته» وروګرځوي.

اسماعیل بقايي: امریکا سره د لیدنې هېڅ پلان نه‌لرو

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، ایراني پلاوی اسلام‌اباد ته د رسمي سفر لپاره تللی او امریکا سره د لیدنې لپاره هېڅ پلان نه‌لري.

هغه نن شنبه ثور ۵ / اپرېل ۲۵ پر اېکسپاڼه لیکلي: «د ایران او امریکا ترمنځ د هیڅ غونډې پلان نشته. د ایران نظرونه به پاکستان سره شریک شي.»