Asset 1SWN

اسماعیل بقايي: امریکا سره د لیدنې هېڅ پلان نه‌لرو

اسماعیل بقايي

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، ایراني پلاوی اسلام‌اباد ته د رسمي سفر لپاره تللی او امریکا سره د لیدنې لپاره هېڅ پلان نه‌لري.

هغه نن شنبه ثور ۵ / اپرېل ۲۵ پر اېکسپاڼه لیکلي: «د ایران او امریکا ترمنځ د هیڅ غونډې پلان نشته. د ایران نظرونه به پاکستان سره شریک شي.»

نوموړي زیاته کړې چې د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به د پاکستان لوړپوړو چارواکو سره د امریکا جګړې پایته رسولو او سیمه کې د سولې ټینګښت لپاره د هغوی د دوامداره منځګړیتوب په موخه لیده کاته وکړي.

د ایران پلاوی تېر ماښام اسلام‌اباد ته سفر وکړ او ویل شوي چې هغه به امریکا سره د سولې خبرو دویم پړاو کې ګډون وکړي.

ورته وخت کې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا پلاوی هم نن اسلام‌اباد ته سفر کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام