Asset 1SWN

سلام وطندار

ډونالډ ټرمپ د مذاکراتو تر بشپړېدو ایران سره اوربند غځولی

ډونالډ ټرمپ

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان ویلي چې ایران سره د دوه اوونیو اوربند به تر هغې وغځوي، څو تهران خپل وړاندیز وړاندې کړي او روانې خبرې پایلې ته ورسېږي.

ټرمپ ویلي، دا پرېکړه د سیمې د حالاتو او د پاکستان د مشرانو په غوښتنه شوې، څو د ایران استازي د یو ګډ وړاندیز پر سر هوکړې ته ورسېږي.

هغه ټینګار کړی چې امریکايي ځواکونه به د اوربند ترڅنګ بشپړ چمتووالی وساتي.

ډونالډ ټرمپ نن چهارشنبه د اپرېل ۲۲ پر ټولنيزو رسنيو يوه پوسټ کې ويلي: «د پاکستان عاصم منير او لومړي وزير شهباز شريف له موږ غوښتي چې تر هغه پر ایران بریدونه وځنډوو چې تر څو د هغوی مشران او استازي يو ګډ وړانديز وړاندې کړي.»

ایران لا تراوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي ويلي وو، کله چې کلابندي لرې کړل شي، د خبرو بل پړاو به په اسلام‌اباد کې پیل شي.

امریکا او ایران د روانې اپرېل میاشتې په ۸مه د دوو اونیو لپاره اوربند کړی وو چې نن چهارشنبه پایته رسېده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام