د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د هرمز تنګي کې د تګراتګ پر محدودیتونو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د نړیوالو سمندري تګراتګ حقونه باید په بشپړه توګه بېرته عادي شي.
د نوموړي ویاند سټیفان دوجاریک ویلي چې په وروستیو ورځو کې د دې مهمې لارې د وضعیت په اړه «ډېره ګډوډي» رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه چې سرمنشي د تېرو ۴۸ ساعتونو سمندري پېښو ته اندېښمن دی او ټینګار کوي چې د هرمز په تنګي کې د تګراتګ ازادي ته باید د ټولو خواوو له لوري درناوی شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي همداراز د ملګروملتونو دریځ بیا تکرار کړ چې هېڅ ډول پوځي هدف نشي کولای د ملکي بنسټونو پراخ ویجاړول یا پر ملکي وګړو قصدي کړاو توجیه کړي.
نوموړي ټينګار کړی چې د نړۍ شاوخوا ۱۰ تر ۱۲سلنه د سرې (کیمیاوي سرې) اکمالات اغېزمن شوي او بند پاتې چې له امله یې د سرې، په ځانګړي ډول د یوریا بیې لوړې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه چې د تېلو بیې هم لوړې شوې دي چې دا وضعیت د ملګروملتونو پر ادارو او د هغوی د پلان جوړونې او تدارکاتي وړتیاوو مستقیم اغېز کوي.