له یو میاشتني ځنډ وروسته چې تورخم دروازه بیرته د راستنېدونکو پرمخ پرانستل شوه، له دې لارې په ورځني ډول له زرو زیاتې کورنۍ هېواد ته راستنیږي.
د تورخم عمري مېشت غالي مسوولان وایي، کمپ کې د راستنو شویو لپاره اسانتیاووې برابرې دي، خو د ګڼې ګوڼې او د نړیوالو موسسو د پرسونل کمښت له امله ورته رسېدنه ستونزمنه ده.
د تورخم عمري کمپ مسوول محمد هاشم میوندوال سلاموطندار ته وویل: «کډوال راروان دي، کله دولس سوه او کله له دې زیاتې کورنۍ وي، ستونزې یو څه شته چې هغه د مؤسساتو کار دی لکه د یونسیار او ایي او ایم. هغوئ د ډیرو کورونو د ثبتولو لپاره تراوسه امادګي نهده ښودلې، اسلامي امارت چمتوالی لري، هر څومره کورنۍ چې راشي ثبتولی یې شي، مؤسسات یې نهشي ثبتولی، نو ځکه خلک ستونزو کې دي.»
ورته مهال یو شمیر نوي راستانه شوي کډوال وایي چې پاکستاني لوري سخت ربړولي او ناسم چلند یې ورسره کړی.
دوی وویل، پاکستان د «ناصرباغ» او «حمزه بابا» کمپونو کې د افغان کډوالو چارې له ځنډ او خنډ سره مخ کړي.
محمد عمر او تسلیم ځدران چې تازه د پاکستان له مردان ښار څخه هیواد ته راستانه شوي وايي، پاکستاني پولیسو ترې پیسې اخیستي او په مقابل کې یې نوبت ورکړی.
«مونږ په مردان کې اوسیدو نو وضعیت خراب شو او کمپونو کې چې خلک پراته و ډیر سخت په عذاب شول، نه له خلکو سره وضعیت سم و او نه خلکو ته په سم ډول د نوبت ټوکن ورکول کیده، خلکو ته به لس پنځلس ورځو کې نمبر رسیده.»
«هلته خو مونږ سره زیاتی بیخی ډیر کیده، روژه کې راپسې راغلي و، درې شپې مو له کوره بیرون تیرې کړې او په لاره کې مو اته ورځې تیرې کړي، نمبر نه رارسیده، ناصرباغ کمپ کې د کار خلک کم و، خلک به یې ځورول او کار به یې زر نه ورته کوه.»
بل لورته بیا نوي راستانه شوي د موټرو د لوړو کرایو څخه شکایت کوي او وایي چې ډیری هیوادوال د راستنیدو لپاره د لارې کرایه هم نلري او له همدې امله هلته په سختۍ شپې او ورځې تیروي خالد چې کوهاټ څخه هیواد ته راغلی وایي
«ستونزې خو ډېرې وې، مونږ یې نیولو او تنګولو به یې، لس زره او پنځلس زره روپۍ به یې رانه اخیستې، زما ورور شل ورځې بندي وه. هلته له کوهاټ څخه چې حمزه بابا کمپ ته راغلو، نو هلته بېانتها رش و، چا به روپۍ ورکولې، د هغوئ کار به کیده او چې چا به نه ورکولې دهغوئ کار به نهکیده، زما خپله اته ورځې په لاره ووتې او اوس خپل وطن ته راواوښتم او زمونږ غوښتنه داده چې دلته مونږ ته ځمکه راکړي چې کور جوړ کړو ځکه مونږ هلته ډیر وځورېدو.»
د اسلامي امارت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د روان لمریز کال له پیل راهیسې له ۱۱۱ زرو څخه زیات کسان چې زرګونه کورنۍ او مجرد کسان پهکې شامل دي، له ایران، پاکستان او ترکیې څخه هېواد ته راستانه شوي دي.