د هرات د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولان وايي چې د کرک په نوم ۲۲ مرغان چې له سرغړوونکو کسانو څخه ضبط شوي وو، بېرته طبیعت ته خوشې شوې دي.
د دې ادارې مشر عبدالعلي متقي ویلي چې دغه مرغان د هرات ښار د لسمې ناحیې له اړوندو سیمو څخه ترلاسه شوي وو.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وینا، د څارونکو ډلو لهخوا د دغو مرغانو له پېژندنې او ضبط وروسته، لازم قانوني اقدامات هم شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې یاد مرغان د ښار د «یوولسم غند» په شنه ساحه کې بېرته طبیعت ته خوشې شوي، څو خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.
چارواکي وايي، دا ډول اقدامات د وحشي ژوو د ساتنې او د ناقانونه ښکار د مخنیوي په برخه کې مهم رول لري.