Asset 1SWN

سلام وطندار

پروان کې سلګونه مرغان له قفسونو ازاد شول

a7ed8cef-b5ae-407b-b94a-64b87d216dd9

د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولان وايي چې په پروان کې یې د ناقانونه ښکار د مخنیوي د هڅو پرمهال سلګونه مرغان بېرته طبیعت ته خوشې کړې دي.

د دې ولایت د چاپېریال ساتنې رییس، حفیظ‌الله منصور، ویلي چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د لارښوونو له مخې د وحشي ژوو د ساتنې او د مرغانو د ښکار د مخنیوي لپاره ځانګړي څارنیز عملیات شوي دي. هغه زیاتوي چې دا عملیات د سیدخېل ولسوالي او د ولایت  مرکز کې شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د مسوولانو په وینا، په دې عملیاتو کې له بېلابېلو سیمو څخه سلګونه مرغان چې زیاتره یې کډوال وو، له ښکاریانو څخه خوشې کړي دي. دغه مرغان تر روغتیايي ارزونې وروسته سالم وبلل شول او بېرته طبیعي چاپېریال ته خوشې شوي دي.

په همدې حال کې، شاوخوا ۱۵۰ مړه مرغان چې په خراب حالت کې وو، د چاپېریال د ککړتیا د مخنیوي لپاره په خوندي ډول ښخ کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام