ارزګان کې یو شمېر کروندګر وايي، د اقلیمي بدلونونو، پرلهپسې وچکالۍ او د عصري کرنیزو وسایلو د نشتون له امله د کرنیزو حاصلاتو کچه راکمه شوې او د تولید بهیر جدي ستونزو سره مخ دی.
دوی وویل، د عصري کرنیزې ماشينرۍ برابرول کولی شي د کرنیزو تولیداتو ارزښت لوړ، اقتصادي وضعیت پیاوړی او د خوړو په برخه کې د ځان بسیاینې زمینه برابره کړي.
دغه کروندګر له دولت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د عصري تخم شیندنې، د حاصلاتو راټولولو او نورو کرنیزو ماشینونو برخه کې مرستې وکړي، ځکه د عصري وسایلو کارول د وخت، لګښت او بشري ځواک د سپما ترڅنګ، د تولید کیفیت هم لوړوي.
ګروندګر محمد افضل وايي، که دولت يې د ستونزو په حل کې مرسته وکړي، باور لري چې ارزګان به په کرنيزه برخه کې پر ځان بسيا شي.
«موږ هغه د پخوا په ډول کرنه کوو چې پلار او نيکه مو کول، خواري يې ډيره ده او د پخوا په څير حاصلات نه کوي، ځکه اوبه لږ دي او حاصلات زياتي اوبه غواړي.»
یو شمېر نور کروندګر هم ټینګار کوي چې یوازې د وسایلو برابرول هم بسنهنه کوي، بلکې د کرنیزو مهارتونو او تخنیکي زدهکړو اړتیا هم ډېره احساسېږي.
کروندګر عبیدالله هم وايي: «موږ په دې اړه مالومات نه لرو چې کښتونه باید څه ډول وروزو، تر هغه وروسته باید حکومت موږ ته بېلابېل د کرنې عصري وسايل په واک کې راکړي، څو بیا موږ د هغو څخه استفاده وکړو.»
د دغو کروندګر په وینا، د عصري کرنیزو وسایلو، تخنیکي ملاتړ او اغېزمنو کرنیزو پروګرامونو جوړول کولی شي، د اقلیمي بدلونونو او وچکالۍ اغېزې راکمې او د کرنې سکتور لا پیاوړی کړي.
ورته وخت کې، د ارزګان ځايي مسوولان هم مني چې دغه ولایت د کرنې د عصري وسایلو له کمښت سره مخ دی.
د هغوی په خبره، د کروندګرو شته ستونزې يې له اړوند مرکزي ادارو سره شریکي کړي.
د ارزګان د کرنې، اوبو لګونې اومالدارۍ رییس مولوي عطالله راشد وویل: «ارزګان يو کرنیز ولايت دی، خلک ډېرې ستونزې لري، زموږ هڅه او کوښښ دی چې خلکو ته کرنیز وسايل برابر کړو، څو خلک ورسره هوسا شي.»
باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لورې په ارزګان کې له سلګونه کروندګرو سره د عصري ماشینرۍ په برخه کې مرستې وشوې، هغه اقدام چې د کرنیز سکتور د پیاوړتیا لپاره یو مثبت ګام بلل کېږي.