Asset 1SWN

روزګان کې کروندګرو د کوکنارو پر ځای د «انځرو» باغونو جوړولو ته مخه کړې

1

روزګان کې یو‌شمېر کروندګر وايي چې هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کښت او پلور له بندیز وروسته کروندګرو دغه ولایت کې د کوکنارو د کښت پر ځای بدیلو کښتونو ته مخه کړې.

دغه ولایت چې یو وخت د کوکنارو ستر تولیدونکی ولایت ګڼل کېده، اوس يې کروندګرو خپلو ځمکو کې د کوکنارو پر ځای د انځرو باغونه جوړ کړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دغه ولایت یوشمېر کروندګر وايي، د انځرو بیې لوړې لوړ دي چې ورسره د دوی اړتياوي هم پوره کېږي.

کروندګر شيراغا وویل:«د دي انځرو ښه پاکي پیسې دي. د نورو حرامو کښتونو په پرتله برکت لري. زه د ټولو خلکو څخه دا غواړمه چې باید د نورو کښتونو پر ځاي د انځرو باغونو ته مخ راوړه وي، يو من انځر په ۱۶ زره افغانۍ پلورل کېږي.»

یو بل کروندګر محمدولي بیا وايي، د نورو مېوو په پرتله د انځرو حاصلاتو وخت زيات وي او ګڼ کسان ورسره د انځرو په راټولولو بوخت دي.

هغه وویل: «انځر ډېر وخت لري دوې مياشتي کېږي چې موږ يې حاصل ټوله وي سږکال موږ ۴ کسان د انځرو په راټول کولو بوخت يو راتلونکی کال کېدای شي، زموږ کاريګر نور هم زيات شي.»

روزګان کې نه یوازې هغو کروندګرو چې ځمکې لري د انځرو کښت ته مخه کړې، بلکې ګڼ‌شمېر وزګاره ځوانان هم د انځرو حاصلاتو راټولولو په مزدورۍ بوخت دي.

دغه ځوانان چې د انځرو باغونو کې ورته د کار زمينه برابره شوې، هيله لري چې له دې لارې يې اقتصادي وضعيت کې بدلون راشي.

یوه کارګر فريداحمد وویل: «زه د پيسو په مقابل کې دلته کار کومه د مياشتې ۲۵ زره کالدارې راته راکوي، دا ډېر ښه کار دی، پر خپل کور راته روزانه پیدا کېږي موږ ډير خوشحاله يو.»

د روزګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، د نورو کلونو په پرتله دغه ولايت کې د انځرو باغونه مخ پر زياتېدو دي او د تېرکال په پرتله سږکال د انځرو په حاصلاتو کې ۱۵سلنه زياتوالی راغلی دی.

د هغوی په وینا، سږکال به روزګان کې د انځرو له باغونو ۳۲۲۸ ټُنه د انځرو حاصلات ترلاسه شي.

د روزګان د کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالمنان فاروقي: «سږکال په روزګان کې موږ د انځرو ښه حاصلات لرو باغونه لرو، د تېر کال په پرتله ۱۵سلنه زياتوالی راغلی. تېر کال زموږ انځر ۲۸۰۷ ټنه انځر درلوده سږکال ۳۲۲۸ ټنه انځرو حاصلات موږ لرو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د معلوماتو له مخي، سږکال سویلي ولايتونو په ځانګړې توګه ارزګان کې د يو کيلو انځرو بیه ۸ سوه افغانيو ته رسېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام