پنجشېر کې د کبانو روزونکي د همکارۍ غوښتنه کوي

پنجشېر چې د پلازمېنې په شمال‌ختیځ کې پروت ولایت دی، اقلیم او  اوبه یې  د کبانو روزنې او پالنې لپاره خورا مناسبه ده.

د دې ولایت د کبانو روزونکي او فارم‌لرونکي وايي، که ورته پاملرنه وشي، دا صنعت په یوې لویې اقتصادي سرچینې بدلېدلی شي.

د هرات حوزوي روغتون د درملو او طبي وسایلو له جدي کمښت سره مخ دی

د هرات د حوزوي روغتون مسوولان وایي، دغه روغتون د درملو او طبي وسایلو له جدي کمښت سره مخ دی.

دوی سلام‌وطندار ته ویلي چې له دې وړاندې د سره صليب نړيوالې کمېټې د دغه ولايت حوزوي روغتون ته د اړتيا وړ درمل ورکول، خو اوس یادې ادارې له دغه روغتون سره خپلې مرستې بندې کړې دي.