Asset 1SWN

پنجشېر کې د کبانو روزونکي د همکارۍ غوښتنه کوي

fish 2.2

پنجشېر چې د پلازمېنې په شمال‌ختیځ کې پروت ولایت دی، اقلیم او  اوبه یې  د کبانو روزنې او پالنې لپاره خورا مناسبه ده.

د دې ولایت د کبانو روزونکي او فارم‌لرونکي وايي، که ورته پاملرنه وشي، دا صنعت په یوې لویې اقتصادي سرچینې بدلېدلی شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پنجشېر اوسېدونکی محمدطاهر همت چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په مالي لګښت یې دوه فارمونه جوړ کړي، له سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل، هیله لري یوه ورځ یې د کبانو غوښې له هېواده بهر هم صادرې شي.

نوموړي چې دغه دوه د کبانو فارمونه شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې د پنجشېر په عنابې ولسوالي کې پر ١٥جريبه ځمکه جوړ کړي، وايي چې د کبانو يو له غوره نسلونو څخه «قزل‌الای رنګین کمان» دي چې نوموړی یې ساتنه او پالنه کوي. د همت په وینا، دوی د کبانو خواړه د سیمې له هېوادونو څخه راوړي.

نوموړي وویل: «اوس ۱۵ جریبه ځمکه کې چې ۶ میلیونه لګښت پرې راغلی، په دغو دو  حوضونو کې  ۸ زره قطعې کبان ساتل او روزل کېږي. مونږ کولای شو په تدریجې ډول دلته ۳۰ ډنډونه جوړ کړو او په دې سره به نه یوازې د ټول هېواد اړتیاوې تامین کړو، بلکې وبه توانېږو چې غوښه یې له هېواده بهر هم صادره کړو. په جبل‌سراج ولسوالي کې د دې ماهیانو یوه کیلو پخه کړای شوي غوښه په ۱۸۰۰ افغانۍ پلورل کېږي. متاسفانه دغه کبان د برونشیت په مرض اخته شوي وو چې په یوه شپه ورځ کې ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ پورې کبان مړه شوي وو، له حکومت مو غوښتنه داده چې د ماهیانو د درملنې او د نړیوالو همکارو مؤسسو د همکارۍ په جلب کې راسره همکاري وکړي.»

په ورته وخت کې د پروان پوهنتون د کرنې د پوهنځي استاد ملتان زړور وايي، پنجشېر د اوبو د ښو سرچینو په لرلو سره د کبانو د پالنې لپاره مناسب ځای دی.

«پنجشېر د کبانو د ساتلو لپاره ښې او په حرارتي درجه برابرې اوبه لري، دولت ته په کار ده چې د کبانو د نسلونو ډېرونې لپاره کار وکړي. خواړه ورته برابر کړي. مهمه ستونزه دا ده چې روزونکو ته یې لازم عامه پوهاوی نه‌دی شوی. اقتصادي مناسبې سرچینې نشته. د کبانو روزونکي هم باید اتحادیه جوړه کړي، دغه راز له متخصصینو او کارپوهانو سره تماس ولري، نسلي فارمونه باید جوړ شي، فارم لرونکو ته د پورونو ورکړې اسانتیا برابره شي تر څو ددې باعث شي چې د کبانو روزنې لړۍ پراخه او معیاري شي.»

بل‌خوا د کبانو پخوونکی زبیراحمد وايي چې زیاتره د کبانو مینوال، د پنجشېري کبانو خوړو لپاره مراجعه کوي. نوموړی په دغه ولایت کې د کبانو د فارمونو پر تولید او زیاتوالي ټینګار کوي.

هغه وویل: «که فارمونه جوړ شي ډېر به ښه شي، موږ یو کیلو ماهیان په  ۳۰۰ اخیستل په ۴۵۰ تر ۵۰۰ افغانیو به مو پلورل، د کبانو د غوښې مینه وال زیات دي. هر څومره چې فارمونه زیاتېږي همغومره د کبانو کیفیت ښه کېږي او هڅه به کیږي چې په ښه ډول یې وروزوي. د لقه په نوم کب بیا ډېر مینوال لري خوراک یې اسانه دی، زیاتره مراجعین د پنجشیر د کبانو مینوال دي خو کوم کبان چې پاکستان څخه راځي هغه دومره خوښونکي نه لري ځینې وخت یې خلک له مجبورۍ خوري.»

په همدې حال کې د شاه اغا په نوم يو تن چې د پنجشېر یوه هوټل ته د کب خوړو لپاره راغلى وايي چې په پنجشېرکې شیر‌ماهی ډېر مينه‌وال لري.

«موږ معمولاً د جمعې په ورځ له خپلو کورنیو سره پنجشېر ولایت ته د کبانو د خوړلو لپاره راځو، ځکه وطني کبان ښه دي او کوم چې له پاکستان څخه راځي هغه په لاره خرابېږي او خوند نه لري، له کرنې ریاست مو غوښتنه دا ده چې زیات فارمونه جوړ کړي، له شته فارمونو ملاتړ وکړي تر څو وکولای شو خپل هېواد کې په کافي اندازه خپل تولید ولرو او ترې استفاده وکړو. وروسته باید هڅه وشي چې بهر ته هم صادر شي.»

په عین حال کې د پنجشېر کرنې ریاست مسوولان وايي، له خصوصي سکټور سره د دوي همکاري روانه ده او تراوسه توانیدلي د ۴ فارمونو په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.

د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس حافظ فضل الله دیوبندي وايي: «په دغه ولایت کې د کرنې ریاست په همکارۍ د خصوصي سکتور له خوا د کبانو ۴ فارمونه جوړ شوي، ددغو فارمونو مسؤل د کبانو روزنې مسلکي ورکشاپ ته هم ورپېژندل شوی او روزنه ورکړل شوې ده. یوه اندازه د کبانو خواړه هم ورکړل شوي دي. اصلي ننګونه د کبانو د خوراکي توکو لوړ قېمت دی.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې کرنیز متخصصین او اړوند کارپوهان په دې باور دي که حکومت د کبانو له پالونکو سره همکاري وکړي، ددې تر څنګ چې خلکو ته به په کې د کار زمینې برابرې شي، د اړتیا وړ د کب غوښه به د هېواد ټولو ولایتونو ته ورسیږي او دغه راز به بهرنیو هېوادونو ته د کبانو د غوښې صادرات پیل شي

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام