Asset 1SWN

پنجشېر کې د اسلامي امارت له لوري د بشري حقونو د نقض په اړه د خلکو شکایت

Panjshir-Valley

له هغه وروسته چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، هېواد کې د بشري حقونو د نقض په اړه اندېښنې زیاتې شوي او په ځینو مواردو کې د دغه نقض تور د اسلامي امارت پر ځواکونو لګېږي.

د هغو ولایتونو په ډله کې چې پر اسلامي امارت په‌کې د بشري حقونو د نقض تور دی، پنجشېر چې د مقاومت جبهې ځواکونه یې په غرونو کې او وخت‌ناوخت د دوی او اسلامي امارت د ځواکونو ترمنځ نښتې هم کېږي، هم په دې ډله کې راځي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پنجشېر یوشمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د بشري حقونو د نقض په اړه شکایت کوي.

محمدکریم چې د دغه ولایت د درې ولسوالي د یوه اوسېدونکي مستعار نوم دی، وايي: «زما د کورنۍ غړی له خپل کارځای او هټۍ نه بیول شوی، وژل شوی او ناڅرګند ځای کې اچول شوی. ۲۰ کاله کېدل چې هټۍ‌وال و او له هېڅ لوري سره یې هېڅ ډول اړیکه نه لرله.» د پنجشېر دغه اوسېدونکی وايي چې د اسلامي امارت د وسلو له لرلو په ګډون، په بېلابېلو پلمو خلک ځوروي.

د پنجشېر یوه اوسېدونکې شکېبا-مستعار نوم- هم د ورته ستونزې یادونه کوي. هغه وايي: «که زموږ د کورنۍ یو کس د مقاومت غړی و، هغه هم شهید شو؛ خو موږ یې له ظلم سره مخ یوو. زموږ کورونو ته را ننوځي او ايي چې ایا وسلې لرئ؟» نوموړې زیاتوي: «موږ له اسلامي امارت نه غواړو چې لږترلږه ټول د عدالت تر سیوري لاندې راولي، پنجشېر کې باید بشري حقونو ته پام وکړي.»

بله‌خوا د پنجشېر یو بل اوسېدونکی توفیق احمدي په دغه ولایت کې ناسم بشري وضعیت ته د اشارې تر څنګ، وايي: «اسلامي امارت په درې ولسوالي کې، ملکیان، هغه خلک چې په کلیو کې یې ژوند کاوه، اړ کړل چې له خپل کور او کلي نه کابل ته وتښتي. د اسلامي امارت یواځینی دلیل دا و چې خپلوان یې د مقاومت غړي دي.»

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورورکوونکي ریچارډ بنټ چې تېره اوونۍ یې له یوه پلاوي سره پنجشېر ته هم سفر کړی و، ویلي و چې افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه اندېښنې شته.

بنټ چې افغانستان ته له خپل ۱۲ ورځني سفر وروسته امریکا ته تللی، پرون یې پر ټویټر لیکلي چې د ازادو سرچینو تحلیل د مقاومت جبهې له یرغمل شویو سره د اسلامي امارت ټکان ورکوونکی چلن تاییدوي.

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال یوسف احمدي له سلام‌وطندار سره په مرکه کې د ریچارډ بنټ خبرې بې‌بنسټه او له حقیقت نه لرې وبللې او زیاته یې کړه چې پنجشېر کې هېڅوک له دلیل پرته نه‌دي نیول شوي او ښځینه‌وو ته هم مزاحمت نه‌دی شوی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې یوشمېر رسنیو په تېر یوه کال کې تل افغانستان کې د بشري حقونو د نقض، په تېره د جګړې پر مهال د یرغمل شویو کسانو د وژلو په اړه راپورونه خپاره کړي دي.

د اسلامي امارت د دفاع وزارت له هغه وروسته چې پنجشېر کې د جګړې پر مهال د یرغمل شویو کسانو د وژل کېدو ویډیوګانې خپرې شوې، د وږي میاشتې په ۲۶مه وویل چې د دغو ادعاوو د کره‌ او ناکره‌والي په اړه یې څېړنې پیل کړي او که رښتیا همداسې شوي وي، عاملان به یې ونیسي او د قانون منګولو ته به یې وسپاري، خو تر اوسه د دغو څېړنو پایله له رسنیو او خلکو سره نه‌ده شریکه شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام