د ملګرو ملتونو ۷۷یمه کلیزه؛ شنونکي: د افغانستان لپاره ګټور نه‌دي ثابت شوي

د ملګرو ملتونو سازمان ۷۷ کاله وړاندې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته جوړ شو. که څه هم د دغه سازمان د جوړېدو موخه د نړیوالو شخړو حل او د نړۍ پر جیوپولیټیک وضعیت د اغېزناک رول لوبول دي، خو په افغانستان کې د دغه سازمان رول کله له هرکلي او کله هم له نیوکو سره مخ شوی دی.

ریشي سونک څنګه د بریټانیا لومړی وزیر شو؟

هندي‌الاصله بریټانیایی ریشي سونک د دغه هېواد د محافظه‌کار ګوند لپاره په شویو ټاکنو کې وتوانېد چې د دغه ګوند مشري وګټي او په دې سره به د بریټانیا د لومړي وزیر په توګه هم خپل کار پیل کړي.
ریشي سونک چې ۴۲ کاله عمر لري، لومړنی تورپوستی او په خټه د اسیا دی چې د بریټانیا د لومړي وزیر په توګه ټاکل کېږي. هغه به د بریټانیا اووه‌پنځوسم او د دغه هېواد په معاصر تاریخ کې تر ټولو ځوان لومړی وزیر هم وي.

پنجشېر کې د اسلامي امارت له لوري د بشري حقونو د نقض په اړه د خلکو شکایت

د پنجشېر یوشمېر اوسېدونکي دغه ولایت کې د اسلامي امارت له لوري د بشري حقونو د نقض په اړه شکایت کوي.
د درې ولسوالي اوسېدونکی محمدکریم-مستعار نوم- وايي: «زما د کورنۍ غړی له خپل کارځای او هټۍ نه بیول شوی، وژل شوی او ناڅرګند ځای کې اچول شوی. ۲۰ کاله کېدل چې هټۍ‌وال و او له هېڅ لوري سره یې هېڅ ډول اړیکه نه لرله.»

د هلمند اوسېدونکي: د ګڼې‌ګوڼې مخنیوي لپاره دې پر هلمند سیند بل پُل جوړ شي

د هلمند پر سیند جوړ شوی یوازینی پُل چې د دغه ولایت لس ولسوالي له مرکز لښکرګاه ښار سره نښلوي د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله ډېری وخت بند وي.

له مرکز لښکرګاه ښار سره د یادې لویې لارې د بندېدو له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

اسلامي امارت: بدخشان کې مو ۳۸ مخالفان ووژل او ۷۸ مو ژوندي نیولي

بدخشان کې د اسلامي امارت محلي مسوولان وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پرمهال ۳۸ مخالفان وژلي او ۷۸ نور یې ژوندي نیولي دي. د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ویلي چې په وژل شویو کې د یادو مخالفانو دوه قومندانان «بحرالدین او عبدالحمید» هم شامل دي.